د خیبر په لنډي کوتل کې د حمزه بابا ترانزیټ مرکز چارواکي وایي، چې د پاکستان له لوري افغان وګړو ته ،د جولایۍ تر ۱۰مې، د وتلو له ټاکلې مودې وروسته، اوس هره ورځ له ۱۰ زرو څخه ډېر افغانان د تورخم له لارې افغانستان ته ستنېږي. د چارواکو په وینا، دا شمېر د مې او جون میاشتو په پرتله نږدې درې برابره زیات شوی او تمه ده چې په راتلونکو ورځو کې به لا هم لوړ شي.
د حمزه بابا ترانزیټ مرکز او د تورخم پولې چارواکي وایي، چې د قانوني اقداماتو له وېرې، هغه افغانان چې قانوني اسناد لري او هم هغه کسان چې بې اسناده دي، په زیات شمېر د تورخم پولې ته رسېږي، څو خپل هېواد ته ستانه شي.
چارواکي وایي، د راستنېدونکو د شمېر له زیاتېدو سره سم، د ثبت، بایومټریک او نورو قانوني چارو لپاره اړوندې ادارې په بشپړ ډول چمتو شوې دي، څو د خلکو د تګ بهیر په لنډ وخت کې بشپړ او منظم وساتي.
بلخوا، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د پاکستان له لوري د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د جبري ستنولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
یادې ادارې ویلي دي، چې که څه هم پاکستان له تېرو څه باندې ۴۵ کلونو راهیسي د میلیونونو افغان کډوالو کوربه پاتې شوی، خو هغه کسان چې د ژوند، ازادۍ او یا د ځورونې له خطر سره مخ وي، باید په زور بېرته افغانستان ته ونه لېږل شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې هغه کسان چې د نړیوال خوندیتوب اړتیا لري، باید د هغوي وضعیت په جلا توګه وارزول شي. په دغو کسانو کې ښځینه سرپرستې کورنۍ، په پاکستان کې زده کوونکې نجونې، د قامي او مذهبي لږکیو غړي، د بشري حقونو فعالان، خبریالان، هنرمندان او د جنسیتي اقلیتونو غړي هم شامل دي.
د دغې ادارې د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳م کال د نومبر میاشتې راهیسي، چې د پاکستان د غیرقانوني بهرنیانو د بېرته ستنولو پلان پېل شوی، شاوخوا ۲ اعشاریه ۵۶ میلیونه افغانان افغانستان ته ستانه شوي دي. له دې ډلې ۲۶۰ زره کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د پاکستان د کډوالۍ چارواکو ایستلي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، لا هم نږدې یو میلیون راجستر شوي افغان کډوال او پناه غوښتونکي په پاکستان کې مېشت دي. دغې ادارې له پاکستانه غوښتي چې د نړیوال خوندیتوب اړتیا لرونکو افغانانو ستنېدل دې یوازې په خپله خوښه، خوندي او باعزته ډول ترسره شي او د جبري ستنولو څخه دې ډډه وشي.


ابراهیم شینواری