د سوات په خوازه خېله کې د اولسي اېکشن کمېټۍ تر سيوري لاندې ،د جولایۍ په ۱۰مه، د مالاکنډ ډويژن لپاره پر وړانديز شويو ټېکسونو او د ايين د ۲۵م بدلون پر ضد احتجاجي مظاهره وشوه، چې پکې د بېلابېلو سياسي ګوندونو ځايي مشرانو او ګڼ شمېر ولسي وګړو ګډون وکړ.

په مظاهره کې د پښتونخوا نېپ شريک چيئرمين مختيار لالا، د جمعيت علمای اسلام ضلعي امير مولانا سيد قمر، د عوامي نېشنل ګوند تحصيل صدر ډاکټر اسماعيل خان، د پاکستان پيپلز پارټۍ ضلعي جنرل سېکرټري هدايت الله خان او د نورو سياسي او ټولنيزو ګوندونو مشرانو ګډون کړی و.

ويناوالو خپلو خبرو کې د ايين د ۲۵م بدلون مخالفت وکړ او ويې ويل چې دغه بدلون د مالاکنډ ډويژن له ولس سره د شويو ژمنو خلاف دی. هغوي غوښتنه وکړه چې دا پرېکړه دې بېرته واخيستل شي.

ويناوالو وويل، چې مالاکنډ ډويژن له وړاندې د اقتصادي ستونزو، بې‌ روزګارۍ او صنعتي پرمختګ د نشتوالي له امله له سختو ننګونو سره مخ دی. د دوي په وينا، په سيمه کې نه د روزګار کافي فرصتونه شته او نه هم حکومت د صنعتونو او فابريکو جوړولو ته اړينه پاملرنه کړې ده.

هغوي زياته کړه چې په دغو حالاتو کې پر ولس د نورو ټېکسونو بار اچول د منلو وړ نه دی، او غوښتنه يې وکړه چې مالاکنډ ډويژن دې په بشپړ ډول د ټېکس فري زون په توګه وساتل شي.

ويناوالو د قامي او صوبايي اسمبلو له منتخب استازو وغوښتل چې د دې مهمې ستونزې په اړه جدي ګامونه پورته کړي او د ولس د غوښتنو د پوره کولو لپاره اغېزمن کردار ادا کړي.