سپین او فرانس د ۲۰۲۶م کال د فیفا نړیوال فوټبال جام د کوارټر فاینل سیالیو له ګټلو وروسته سیمي فاینل ته لاره وموندله.

 

سپین د امریکا د لاس انجلس په لوبغالي کې بلجیم ته ۲-۱ ماتې ورکړه. د سپین فابیان رویز د لوبې لومړی ګول وکړ، خو د بلجیم چارلس ډي کیټیلار لوبه مساوي کړه. د لوبې په ۸۸مه دقیقه کې میکل میرینو د بریا ګول وواهه او خپل هېواد یې سیمي فاینل ته ورسولو.

 

تر دې وړاندې فرانس مراکش ته ۲-۰ ماتې ورکړې وه او د سیمي فاینل لومړۍ لوبډله ګرځېدلې وه.

 

اوس به د جولای په ۱۴مه سپین او فرانس د نړیوال جام د فاینل د ځای خپلولو لپاره یو د بل پر وړاندې سیالي وکړي.

 

د کوارټر فاینل پاتې دوه لوبې ،د جولایۍ په ۱۲مه، ترسره کېږي، چې پکې ناروې له انګلستان او ارجنټاین له سویس سره مخامخ کېږي. د دغو دواړو لوبو ګټونکې لوبډلې به د سیمي فاینل دویمه جوړه بشپړه کړي.