د افغانستان د ننګرهار ولایت د پچیراګام ولسوالۍ په مرغې کنډو سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله لږ تر لږه ۹ کسان مړه او ۸ نور ټپیان شوي دي.
د سیمه ییزو چارواکو د لومړنیو معلوماتو له مخې، پېښه ،د جولایۍ په ۱۱مه، هغه مهال رامنځته شوه چې یو ډاټسن ډوله موټر له سړکه واوښت.
د چارواکو په وینا، په مړو شویو کسانو کې درې ماشومان، درې ښځې او درې نارینه شامل دي.
ټپیان د درملنې لپاره د روداتو ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي، او روغتیايي سرچیني له خوا د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
چارواکي زیاتوي، چې د پېښې د اصلي لامل د معلومولو لپاره څېړنې روانې دي. تر اوسه د موټر د اوښتو دقیق علت نه دی اعلان شوی، خو په افغانستان کې ډېرې ترافیکي پېښې د چلوونکو بې احتیاطي، د سړکونو خراب وضعیت او تخنیکي ستونزو له امله رامنځته کېږي.


شال نیوز