د کوز سویلي وزیرستان د مرکز واڼا په ښار کې ،د جولایۍ په ۱۱مه، د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په دفتر کي د ګیلامن وزیر د دویم تلین په مناسبت د یاد غونډه ترسره شوه.

 

د غونډې ګډونوالو د ګیلامن وزیر پر ژوند، سیاسي مبارزې، ادبي او شاعرانه اثارو او د هغه پر فکري دریځ خبرې وکړې. ویناوالو وویل، چې ګیلامن وزیر د خپلو پلویانو په اند د پښتنو د حقونو، انصاف او انساني وقار لپاره غږ پورته کړی او د هغه ادبي او سیاسي هڅې به د دوي په وینا تل یادې پاتې وي.

 

ویناوالو وویل، چې ګیلامن وزیر د خپلې خاورې، خپلې ژبې او قامي هویت لپاره مبارزه کړې او د خپلو شعرونو، لیکنو او ویناو له لارې یې د ظلم، بې‌ انصافۍ او جګړو پر ضد خپل دریځ څرګند کړی و. د هغوي په وینا، هغه تل د جګړو، بې‌ ځایه کېدو، جبري لادرکه کېدو او د ولس د نورو ستونزو په اړه غږ پورته کاوه.

 

د غونډې ګډونوالو وویل، چې د ګیلامن وزیر د مبارزې پیغام به ژوندی ساتي او د هغه د فکر او نظریاتو د خپرولو هڅو ته به دوام ورکوي. هغوي زیاته کړه چې د ده قرباني د یو فرد نه، بلکې د یوه فکر او دریځ استازیتوب کوي.

 

ویناوالو دا هم وویل چې ګیلامن وزیر د خپلو شعرونو او لیکنو له لارې ځوانانو ته د پوهاوي، سیاسي شعور او ټولنیز مسوولیت پیغام ورکاوه او د افغانانو ترمنځ یې د یووالي، ورورولۍ او متقابل درناوي ملاتړ کاوه.

 

په غونډه کي د پښتون ژغورنې غورځنګ د کوز سویلي وزیرستان مشر شهزاد وزیر، د غورځنګ مرکزي غړي مولانا زینت الله افغان، فرمان وزیر، محمد رسول وزیر، د برمل کوارډينيټر شاه حسین پشتین، د واڼا همغږي کوونکي عمران پشتین، د شکۍ مشر نور عالم وزیر او د غورځنګ ګڼو غړو او پلویانو ګډون کړی و.

 

غونډه د ګیلامن وزیر او د نورو وژل شویو کسانو د ارواوو لپاره په دعا پای ته ورسېده.