د خېبر قبایلي ضلعې د لنډي کوتل تحصيل د نيکي خېلو په سيمه کې د زمکې په شخړه د دوو ډلو ترمنځ ډزې شوې دي، چې له امله يې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او نهه نور ژوبل دي.
د پوليسو د لومړنيو معلوماتو ترمخه، دا پېښه ،د جولایۍ په ۱۱مه، هغه مهال رامنځته شوه چې د زمکې د ملکيت پر سر دواړو ډلو پر يو بل ډزې وکړې.
چارواکي وايي، ژوبل کسان د لنډي کوتل ضلعي روغتون ته رسول شوي دي، خو د ځينو ژوبلو حالت د اندېښنې وړ دی او د نورې درملنې لپاره پېښور ته لېږدول شوي دي.
د لنډي کوتل د پوليسو د تاڼې مشر، عشرت شينواری، وايي چې پوليس د پېښې ځای ته رسېدلي، سيمه يې په خپل کنټرول کې اخيستې او د پېښې د څرنګوالي پلټنې روانې دي.
پوليسو تر اوسه د وژل شويو او ژوبلو کسانو نومونه نه دي خپاره کړي او نه يې هم د چا د نيول کېدو په اړه څه ويلي دي.


امان علي شینواری