په بلوچستان کې یو شمېر سیاسي ګوندونو اعلان کړی دی چې د زیارت ضلعې د مانګي سیمي په وسله وال برید کې د وژل شویو پولیسو او نورو کسانو سره د پیوستون او د کوټې د کوهله پھاټک د پرلت د غوښتنو د ملاتړ لپاره به ،د جولای په ۱۲مه، په قلعه سیف الله، پشین او لورالایي کې احتجاجي مظاهرې ترسره شي.

 

د عوامي نېشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، جمعیت علمای اسلام، پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند، ملي جمهوري غورځنګ، پاکستان تحریک انصاف او یو شمېر نورو سیاسي او ډیموکراتیکو ګوندونو په ګډه اعلامیه کې د زیارت د مانګي سیمي برید یوه «دردوونکې غمیزه» بللې او ویلي یې دي چې په دې پېښه کې ګڼ قیمتي انساني ژوندونه له لاسه وتلي دي.

 

اعلامیه زیاتوي چې یادې احتجاجي مظاهرې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره د غمشریکۍ، د ترهګرۍ پر ضد د ولسي غبرګون څرګندولو او په سیمه کې د امن او امان د ټینګښت د غوښتنې لپاره تنظیمېږي.

 

ګډو سیاسي ګوندونو له خپلو غړو، مسوولینو، ځوانانو، زده کوونکو او عامو خلکو غوښتي دي چې په دغو مظاهرو کې په پراخه کچه ګډون وکړي، له زیانمنو کورنیو سره خپل ملاتړ څرګند کړي او د ترهګرۍ پر ضد د ګډ سیاسي او ولسي دریځ ملاتړ وکړي.

 

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي دي چې د ولسي یووالي او سیاسي همغږۍ له لارې به د ترهګرۍ، ناامنۍ او ،د دوي په وینا، د ولس ضد تګلارو پر وړاندې خپل غږ پورته کړي.