د خیبر ضلعې د طورخم له پولې څخه، چې د اوږدې مودې راهیسي د تګ راتګ له محدودیتونو سره مخ ده، ۷۰ پاکستاني زده‌ کوونکي پاکستان ته داخل شوي دي.

 

د سرچینو په وینا، دغه زده ‌کوونکي له څو میاشتو راهیسي په افغانستان کې پاتې وو او په وروستیو درېیو ورځو کې د طورخم پر پوله هم بند پاتې شوي وو.

 

سرچیني وایي، د عوامي نېشنل ګوند د خیبر د سینییر نایب صدر ،حاجي شیرین خان اپریدي، په هڅو یادو زده‌ کوونکو ته د پولې د اوښتو اجازه ورکړل شوه. نوموړی د شبیر اپریدي سره یو ځای طورخم ته ورغلی و، هلته یې د زده‌ کوونکو هرکلی وکړ او د هغوي د لېږد چارې یې وڅارلې.

 

د راپور له مخې، د پولې اړوند مسؤل چارواکي ،کرنل وقاص، د زده ‌کوونکو لپاره د خوړو او نورو اړینو اسانتیاوو بندوبست هم کړی و، چې وروسته ټول زده ‌کوونکي په خوندي ډول خپلو سیمو ته واستول شول.

 

حاجي شیرین خان اپریدي په یوه بیان کې د همکارۍ له امله د سینټ د چییرمین، کرنل وقاص، د ایف سي نارتھ له مشر او نورو اړوندو چارواکو مننه کړې ده.

 

بلخوا، ستنو شویو زده‌ کوونکو هم د هغو چارواکو او حاجي شیرین خان اپریدي د هڅو ستاینه کړې چې د دوي د بېرته ستنېدو لپاره یې همکاري کړې ده.

 

حاجي شیرین خان اپریدي ویلي، چې عوامي نېشنل ګوند د پښتنو د ستونزو د حل لپاره عملي هڅې کوي او د دغو زده‌ کوونکو هېواد ته ستنېدل هم د همدې هڅو یوه برخه ده.