کرک کې د پاکستان تحریک انصاف کارکوونکو، ټولنیزو فعالانو او ځايي خلکو د خپل ګوند د ځینو ټاکل شویو استازو پر ضد احتجاجي مظاهره وکړه. مظاهرهچیانو له صدام چوک څخه تر ډپټي کمېشنر دفتر پورې لاریون وکړ او ادعا یې وکړه چې په ضلعه کې کرپشن روان دی او ټېنډرونه د خوښې کسانو ته ورکول کېږي. د احتجاج مشرانو له نیب څخه وغوښتل چې د ۱۵ ورځو دننه دې د ادعا شویو تورونو پلټنې پیل او د قانون له مخې دې اقدام وکړي، که نه نو د نیب د پېښور دفتر مخې ته به هم احتجاج وکړي. د خټک اتحاد مشر مدثر ایوب هم د کرپشن پر ضد د مبارزې ملاتړ اعلان کړ.


غلام اکبر مروت