د پېښور د بورډ بازار په یوه دوکان کې د دُسمال دود لا هم خپل پخوانی رنګ ساتلی دی. دا ښکلی مخملي ټوکر، چې په لاسي ګنډنو، مرغلرو او رنګینو سینګارونو ښکلی کېږي، د افغان ودونو د خوښۍ، درناوي او خپلولۍ نښه ګڼل کېږي.
که څه هم وخت بدل شوی، خو دُسمال لا هم د افغانستان او د خیبر پښتونخوا په ځینو قبایلي سیمو کې د ودونو د مراسمو یوه مهمه برخه ده او د نسلونو کلتوري میراث ژوندی ساتي.


بشرا شینواري