ایران د هرمز تنګی د بېړیو پر مخ تړلو اعلان کړی او امریکا د یوې سوداګریزې بېړۍ تر ویشتل کېدو وروسته د ایران پر پوځي هدفونو تازه هوايي بریدونه کړي دي.
په همدې حال کې پاکستان، قطر، عمان او ترکیه هڅه کوي چې د امریکا او ایران ترمنځ د پوځي شخړې د لا پراخېدو مخه ونیسي او دواړه هېوادونه بېرته د خبرو مېز ته راولي.
د ایران سپاه پاسداران ویلي دي، چې هرمز تنګی یې تر بلې خبرتیا پورې تړلی دی. ایراني چارواکي دعوه کوي چې یوې سوداګریزې بېړۍ د دوي خبرداری له پامه غورځولی او له هغې لارې یې د تېرېدو هڅه کړې وه چې ایران یې غیرمجاز بولي.
د راپورونو له مخې، د قبرس تر بیرغ لاندې د «جي اېف اېس ګلکسي» په نوم سوداګریزه بېړۍ په برید کې زیانمنه شوې او د عملې یو غړی یې ورک دی.
امریکا وایي، بېړۍ پر نړیوالې سمندري لارې روانه وه او د ایران اقدام یې د سوداګریزو بېړیو او نړیوال تګ راتګ پر وړاندې برید بللی دی.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي دي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر یې د ایران پر هغو پوځي مرکزونو بریدونه کړي چې د هرمز تنګي پر بېړیو د بریدونو او د سمندري لارې د تړلو له عملیاتو سره تړاو لري.
د امریکا په وینا، د دې بریدونو موخه د سوداګریزو بېړیو لپاره د هرمز تنګي بېرته پرانیستل او ایران د نورو بریدونو له کولو منع کول دي.
له ایران څخه د چاودنو راپورونه ورکړل شوي، خو د تازه امریکايي بریدونو د مرګ ژوبلې بشپړ او په خپلواکه توګه تایید شوي معلومات لا نه دي خپاره شوي.
ایران بیا ویلي دي چې د امریکا بریدونه به بې ځوابه پرې نه ږدي او که واشنګټن خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي، تهران به سخت غبرګون وښيي. ایران په رسمي ډول د هرمز تنګی تړلی اعلان کړی، خو دا په دې مانا نه ده چې هېڅ بېړۍ ترې نه شي تېرېدی.
تازه راپورونه ښيي چې د سوداګریزو او تېل وړونکو بېړیو تګ راتګ ډېر کم شوی، ځیني بېړۍ درېدلې او ځیني نورې د عمان ساحل ته نږدې د خوندي لارو د موندلو هڅه کوي.
امریکا غواړي ایران په ښکاره اعلان وکړي چې هرمز تنګی د نړیوالو بېړیو لپاره پرانیستی دی، پر بېړیو به برید نه کوي او له هغوي څخه به د تېرېدو پیسې نه اخلي.
ایران بیا ټینګار کوي چې د تنګي پر هغې برخې د کنټرول حق لري چې د ایران له اوبو تېرېږي، او غواړي بېړۍ د تهران له ټاکل شوو اصولو سره سم تګ راتګ وکړي.
پاکستان له څو میاشتو راهیسي د امریکا او ایران ترمنځ د رسمي منځګړي په توګه کار کوي. اسلاماباد د دواړو هېوادونو ترمنځ پیغامونه لېږدولي، د اوربند په برابرولو کې یې مرسته کړې او د مذاکراتو لپاره یې له قطر سره په ګډه غونډې برابرې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، پاکستان او قطر د امریکا او ایران د استازو ترمنځ د خبرو د دوام لپاره د منځګړو په توګه کار کوي. خو د هرمز تنګي وروستیو پېښو او د امریکا تازه بریدونو د سولې بهیر یو ځل بیا له ستونزو سره مخ کړی دی.
پاکستان اوس هڅه کوي چې دواړه لوري د پخوانۍ موافقې عملي کولو ته وهڅوي، پوځي عملیات ودرول شي او د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره یوه منل شوې لاره وموندل شي.
قطر، چې له امریکا او ایران دواړو سره اړیکې لري، د دواړو هېوادونو ترمنځ د پیغامونو په لېږد او د خبرو د دوام په هڅو کې مهم رول لوبوي. قطري چارواکي د تاوتریخوالي د کمولو، د اوربند د ژغورلو او د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره له دواړو لورو سره په تماس کې دي.
عمان هم، چې د هرمز تنګي پر سویلي غاړه پروت دی، د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړیتوب اوږده سابقه لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د دوام لپاره هڅې کوي.
ترکیه هم د پاکستان، قطر، عمان، مصر او سعودي عربستان ترڅنګ د شخړې د کمولو غوښتنه کړې او له دواړو لورو یې غوښتي چې د پوځي اقداماتو پر ځای د خبرو لاره خپله کړي.
شنونکي وایي، که څه هم ترکیه د رسمي مذاکراتو اصلي منځګړې نه ده، خو د امریکا او ایران له دواړو سره د اړیکو له امله د تاوتریخوالي په کمولو کې مرسته کولای شي.
د امریکا او ایران ترمنځ اوسنی کړکېچ وروسته له هغې زیات شو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لنډمهالي تفاهم بهیر له خنډ سره مخ شو او دواړو لورو یو بل د ژمنو په ماتولو تورن کړ.
هرمز تنګی د ایران او عمان ترمنځ یوه تنګه سمندري لار ده چې فارس خلیج د عمان له خلیج او عرب سمندر سره نښلوي.
د نړۍ د تېلو د لېږد شاوخوا پنځمه برخه او د مایع طبیعي ګازو یوه لویه برخه له همدې لارې تېرېږي. د همدې اهمیت له امله د هرمز تنګي هر ډول تړل کېدل د نړیوال اقتصاد، د انرژۍ بازارونو او د تېلو پر بیو مستقیم اغېز کوي.
تر اوسه پوځي بریدونه نه دي درېدلي او د هرمز تنګي د بشپړ او خوندي پرانیستل کېدو په اړه هم کومه وروستۍ موافقه نه ده شوې. پاکستان، قطر، عمان او ترکیه د شخړې د کمولو هڅې کوي، خو لا څرګنده نه ده چې دا ډیپلوماټیکې هڅې به د امریکا او ایران ترمنځ د تاوتریخوالي د نور پراخېدو مخه ونیسي که نه.


شال نیوز