د خیبر پښتونخوا حکومت د بېړنیو پېښو پر مهال د خلکو د چټکې مرستې لپاره د «پی ای اېچ اېل-۹۱۱» په نوم ګډ بېړنی خدمت په رسمي توګه پېل کړی دی. د چارواکو په وینا، له دې وروسته به خلک د بېلابېلو ادارو د بېلابېلو شمېرو پر ځای د ۹۱۱ له لارې له اړوندو ادارو سره اړیکه نیسي.
د اعلا وزیر د کورنیو او قبایلي چارو سلاکار ،طارق سعید مروت، ویلي دي چې دا پروژه په ۲۰۲۲م کال کې د هغه وخت د وزیراعظم عمران خان له لوري د ټول هېواد لپاره پېل شوې وه، خو په ۲۰۲۴م کال کې ودرول شوه. د هغه په وینا، خیبر پښتونخوا اوس د پاکستان لومړنۍ صوبه ده چې دا ګډ بېړنی خدمت یې عملي کړی دی.
چارواکو ټینګار کړی چې د ۹۱۱ په فعالېدو سره ریسکیو ۱۱۲۲ نه دی ختم شوی. د دوي په وینا، ریسکیو ۱۱۲۲ به د پخوا په شان خپل خدمات وړاندې کوي، خو اوس به د ۹۱۱ له مرکزي سیسټم سره هم تړلی وي. یعنې که څوک ۹۱۱ ته زنګ ووهي، د اړتیا له مخې به یې اړیکه پولیسو، ریسکیو ۱۱۲۲، د کورني تاوتریخوالي د مرستې مرکز، د سیلانیانو د مرستې ادارې یا د طبیعي افتونو اړوندې ادارې ته لېږدول کېږي.
د حکومت په وینا، په لومړي پړاو کيې به د پولیسو، ریسکیو ۱۱۲۲، د کورني تاوتریخوالي د قربانیانو د ملاتړ، د سیلانیانو د مرستې او د طبیعي افتونو اړوند خدمات د همدې ګډ مرکز له لارې وړاندې کېږي. وروسته به نورې بېړنۍ ادارې هم له دې سیسټم سره یوځای شي.
د پروژې مشر رفاقت خان ویلي دي، چې د دې خدمت ازمایښتي پړاو د روان کال په مارچ میاشت کې پېل شوی و او د جون تر ۱۵مې پورې ورته شاوخوا ۴ اعشاریه اووه میلیونه ټیلیفوني اړیکې شوې وې، خو د ده په وینا د دغو اړیکو ډېره برخه بېځایه او د ټوکو لپاره وه. هغه له خلکو وغوښتل چې یوازې د رښتینو بېړنیو حالاتو پر مهال دې ۹۱۱ ته زنګ ووهي، څو اړمنو کسانو ته پر وخت مرسته ورسېږي.
چارواکي وايي، د پی ای اېچ اېل-۹۱۱ موخه د بېړنیو خدماتو ترمنځ همغږي زیاتول، د مرستې رسولو وخت لنډول او خلکو ته د یوې واحدې شمېرې له لارې چټک او اسانه خدمت برابرول دي. د دوي په وینا، دا خدمت به د ورځې او شپې څلورویشت ساعته فعال وي او د بېړنیو حالاتو پر مهال به خلکو ته په لنډ وخت کي اړینې مرستې رسوي.


شال نیوز