د افغانستان طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې د بلخ ولایت په مزار شریف ښار کې یې د مولانا جلال الدین محمد بلخي په نوم درېیم صنعتي نندارتون پرانیستی دی.

 

د یاد وزارت له خوا ،د جولایۍ په ۱۲مه، د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د دې نندارتون موخه د کورنیو تولیداتو ملاتړ، د ملي صنعت پیاوړتیا، د پانګونې جلبول، د افغانستان د تولیدي وړتیاوو معرفي کول او د صنعتي ځان بسیاینې لپاره هڅې دي.

 

خبرپاڼه زیاتوي، چې دا نندارتون د «مسیح محمدي» د نندارتونونو د خدماتو شرکت له خوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ جوړ شوی دی.

 

د پرانیستې په مراسمو کې د بلخ د طالبانو مرستیال والي مولوي نورالهادي ابو ادریس، د بېلابېلو دولتي ادارو استازو، سوداګرو، صنعتکارانو او یو شمېر نورو مېلمنو ګډون کړی و.

 

مولوي نورالهادي ابو ادریس په خپلو خبرو کې د کورنیو صنعتکارانو او تولیدوونکو هڅې وستایلې او د کورنیو تولیداتو پر ملاتړ یې ټینګار کړی دی.

 

هغه له بهر مېشتو افغان پانګه‌ والو هم غوښتي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، څو د هېواد اقتصادي وده، د صنعت پراختیا او د خلکو لپاره د کار فرصتونه زیات شي.

 

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په دې نندارتون کې د افغانستان بېلابېل تولیدات په ۱۷۰ غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي دي.

 

ټاکل شوې ده چې دا درې ورځنی نندارتون د جولایۍ له ۱۲مې تر ۱۴مې نېټې پورې د مزار شریف ښار په الماس هوټل کې دوام وکړي.