د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي، اصف دراني، افغان طالبانو ته خبرداری ورکړی دی چې له هند سره هر ډول هغه ستراتیژیک نږدېوالی چې د پاکستان د امنیتي ګټو پر ضد وي، د اسلاماباد لپاره به د منلو وړ نه وي.
دراني ویلي، چې پاکستان د طالبانو ایډیالوژیکي ځانګړتیاوې، د حکومتولۍ طریقه او وخت په وخت ډیپلوماټیک اختلافونه زغملی شي، خو په داسې حال کې چې د افغانستان خاوره د پاکستان ضد وسله والو ډلو له لوري کارول کېږي، له هند سره د طالبانو هر ډول داسې نږدېوالی چې د پاکستان امنیت ته زیان ورسوي، د اسلاماباد لپاره به له یوې بنسټیزې سرې کرښې د تېرېدو معنا ولري.
هغه زیاته کړې چې پاکستان د طالبانو او هند د عادي ډیپلوماټیکو اړیکو مخالفت نه کوي او دا د هر خپلواک هېواد حق ګڼي، خو ،د نوموړي په وینا، د عادي اړیکو او په یوه دښمنانه ستراتیژیک صف بندۍ کې د ګډون ترمنځ څرګند توپیر شته.
اصف دراني ویلي دي، چې طالبان باید خپله پرېکړه وکړي چې ایا غواړي له سیمه ییزو هېوادونو سره متوازنې اړیکې وساتي، د پاکستان مشروع امنیتي اندېښنې په پام کې ونیسي او د سوداګرۍ، سیمه ییز اتصال او ګډو همکاریو له فرصتونو ګټه واخلي، او که افغانستان د هند او پاکستان د سیالۍ په ډګر بدل کړي.
هغه ټینګار کړی چې د دې لارې ټاکل د طالبانو خپل انتخاب دی، خو د دغې پرېکړې ټولې پایلې او عواقب به هم د دوي پر غاړه وي.


شال نیوز