د بلوچستان د زیارت په کچ مانګي سیمه کې د وروستۍ خونړۍ پېښې پر ضد ،د جولایۍ په ۱۲مه، زرګونو کسانو د امن په ملاتړ لاریون وکړ او د پېښې د خپلواکې او شفافې عدالتي پلټنې غوښتنه یې وکړه.
په لاریون کې ماشومانو، ښځو، ځوانانو، سپین ږیرو، قامي مشرانو، سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو او د بېلابېلو برخو خلکو ګډون کړی و. ګډونوالو د ترهګرۍ ضد شعارونه او د کچ مانګي د وژل شویو کسانو په یاد بینرونه او پلېکارډونه له ځان سره نیولي وو.
لاریونوالو غوښتنه وکړه چې د کچ مانګي د پېښې په اړه دې یوه خپلواکه او شفافه عدالتي پلټنه ترسره شي، څو که هر څوک د قانون له مخې ذمه وار وي، ورسره دې قانوني چلند وشي.
ویناوالو وویل چې زیارت له اوږدې مودې راهیسي د بلوچستان یوه ارامه او سیاحتي سیمه بلل کېږي، خو د وروستۍ خونړۍ پېښې له امله د سیمي خلک له سختې اندېښنې او غم سره مخ شوي دي.
دوي له حکومت او امنیتي ادارو وغوښتل چې په سیمه کې د امنیت د ټینګښت لپاره عملي او اغېزمن ګامونه پورته کړي، څو خلک په ډاډه زړه خپل عادي ژوند ته دوام ورکړی شي.
د لاریون په پای کې د کچ مانګي د وژل شویو کسانو لپاره دعا وشوه او د هغوي له کورنیو سره د خواخوږۍ او پیوستون څرګندونه هم وشوه.
د لاریون تنظیموونکو دعوه وکړه چې دا د زیارت په تاریخ کې تر ټولو لوي د امن لاریون و، چې پکې د سیمي خلکو د ترهګرۍ پر ضد خپل یووالی او د امن ملاتړ څرګند کړ.


نعيم اچکزئي