د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د مخالفو ګوندونو مشر ،محمود خان اڅکزي، په کوټه کې د زیارت د کچ مانګي پېښې پر ضد روان پرلت ته ،د جولایۍ په ۱۲مه، وینا کړې. اڅکزي د وینا پر مهال د بلوچستان له حکومت څخه د استعفا غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د دې پېښې د مسؤلینو پر ضد باید قانوني اقدام وشي.

 

اڅکزي وویل، چې هغه چارواکي چې ،د ده په وینا، یې پولیس له کافي وسلو او چمتووالي پرته سیمي ته استولي، باید تر پلټنو لاندې ونیول شي. نوموړي دعوه وکړه چې له ضلعي چارواکو نیولې تر لوړو انتظامي مسؤلینو پورې، که د غفلت یا بې‌ احتیاطۍ مسؤلیت پرې ثابت شي، نو پر ضد یې باید مقدمه ثبت شي.

 

هغه وویل چې د مخالفو سیاسي ګوندونو ګډ دریځ دا دی چې د بلوچستان اوسنی حکومت باید استعفا ورکړي او زیاته یې کړه چې ،د ده په باور، اوسني واکمن د اساسي پرېکړو صلاحیت نه لري.

 

محمود خان اڅکزي د کچ مانګي په پېښه کې د وژل شویو کسانو د جسدونو د لېږد څرنګوالی هم سخت وغنده او ویې ویل چې د قربانیانو له کورنیو سره شوی چلند د منلو نه دی او د دې حساب باید ورکړل شي.

 

هغه وویل، پرلت به دوام ولري او له بلوڅو سیاسي او ولسي مشرانو سره تر سلا مشورو وروسته به د احتجاج د پراخولو په اړه پرېکړه وشي. نوموړي دا وړاندیز هم وکړ چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې دې د ضلعي کمېشنرانو د دفترونو مخې ته ورته احتجاجونه ترسره شي.

 

اڅکزي د چمن پر پوله د سوداګرۍ د ځنډ یادونه هم وکړه او ویې ویل چې د سیمي خلک دې د مشورو له لارې د خپلو قانوني غوښتنو لپاره بیا منظم احتجاج پېل کړي.

 

هغه د سیمي د امنیت او بهرنۍ پالیسۍ په تړاو وویل، چې پاکستان باید د ملګرو ملتونو په مشرۍ د خپلو ګاونډیو هېوادونو ګډه غونډه راوبولي. نوموړي زیاته کړه، که د افغانستان پر ضد د ترهګرۍ هر ډول تورونه په ثبوت ورسېږي، نو دوي به د قانوني اقدام ملاتړ وکړي، خو ټینګار یې وکړ چې د ګاونډیو هېوادونو خپلواکي او حاکمیت باید درناوی وشي.

 

د خپلو خبرو په دوام کې اڅکزي وویل، چې پښتانه ترهګر نه دي، خو د خپلې خاورې او خلکو د دفاع توان لري. هغه دعوه وکړه چې د هېواد د طبیعي زیرمو په اړه باید د هغو سیمو د اوسېدونکو حقونه خوندي شي او له هغوي سره دې د عوایدو عادلانه ونډه وشي.

 

نوموړي همداراز پر پوځ او نورو دولتي ادارو غږ وکړ چې د اساسي قانون له چوکاټه بهر په سیاسي چارو کې لاسوهنه ونه کړي او ویې ویل چې د ولس رایې ته باید درناوی وشي.

 

د یادونې وړ ده چې د محمود خان اڅکزي دا څرګندونې د کوټې په هغه پرلت کې شوې دي چې د زیارت د کچ مانګي د خونړۍ پېښې پر ضد روان دی. د نوموړي ډېرې څرګندونې سیاسي دریځونه او غوښتنې دي او تر اوسه د بلوچستان حکومت او نورو اړوندو دولتي ادارو د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.