د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د وزیر اعظم مرستیال ،اسحاق ډار، د افغانستان له واکمنو طالبانو وغوښتل چې د افغان ښځو او نجونو د زده کړو، کار او په ټولنیز او ملي ژوند کې د اغېزناک ګډون حقونه بېرته ورکړي.
نوموړي دا څرګندونې ،د جولایۍ په ۱۲مه، په اسلاماباد کې د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو وزیرانو د نهم کنفرانس د پرانیستې غونډې پر مهال وکړې.
اسحاق ډار وویل، چې د ښځو او نجونو د زده کړې، کار او په ملي ژوند کې د ګډون حقونه د اسلام له اصیلو لارښوونو سره بشپړ سمون لري او د اسلامي ټولنو د پرمختګ لپاره اړین دي. هغه د ښځو د ونډې پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل: “ملتونه د خپلو ښځو د پرمختګ پر بنسټ جوړېږي.”
د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو وزیرانو دغه کنفرانس د پاکستان په کوربه توب په اسلاماباد کې روان دی. په دې غونډه کې د اسلامي هېوادونو وزیران، استازي او چارواکي د ښځو د پیاوړتیا، ټولنیز رول، اقتصادي ونډې او سیاسي مشارکت د پراختیا پر لارو چارو خبرې کوي.
د کنفرانس په ترڅ کې د افغانستان په استازیتوب هېڅ افغانه ښځه ګډون نه لري. د طالبانو حکومت هم تر اوسه نه دي ویلي چې دوي دې غونډې ته په رسمي ډول بلل شوي وو او که نه. خو د کنفرانس په تالار کې د نورو ګډونوالو هېوادونو د بیرغونو ترڅنګ د افغانستان ملي بیرغ هم اېښودل شوی و.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست له میاشتې راهیسي، له بیا واکمنېدو وروسته، د ښځو او نجونو پر زده کړو، د ښځو پر ډېرو کاري فرصتونو او په عامه ژوند کې پر ګډون پراخ محدودیتونه لګولي دي.
د دغو محدودیتونو له امله اسلامي همکاریو سازمان، ملګرو ملتونو او ګڼو هېوادونو په وار وار له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو اساسي حقونه بېرته تأمین کړي. خو طالبانو تر اوسه دغه غوښتنې نه دي منلي او تل یې ویلي دي چې د ښځو او نجونو اړوند تګلارې یې د اسلامي شریعت او د افغانستان د کورنیو چارو په چوکاټ کې تنظیم شوې دي.


شال نیوز