د امریکا پوځ وايي، د ایران پر خاوره یې د بریدونو په تازه پړاو کې شاوخوا ۱۴۰ پوځي هدفونه ویشتلي، په داسې حال کې چې ایران په ځواب کې په قطر، کوېت، بحرین، عمان او اردن کې د امریکا اړوند پوځي مرکزونه او تجهیزات په نښه کړي دي.

 

د امریکا مرکزي قوماندانۍ ،د جولایۍ په ۱۲مه، ویلي دي، چې په تېرو درېیو شپو کې یې په ټولیز ډول تر ۳۰۰ ډېر ایراني پوځي هدفونه ویشتلي دي. د امریکا د پوځ په وینا، د یکشنبې ورځې په تازه بریدونو کې د هرمز تنګي شاوخوا د ایران د توغندیو د توغولو مرکزونه، د هوايي دفاع سیستمونه، رادارونه، د بې‌ پیلوټه الوتکو تجهیزات، د وسلو زېرمتونونه، مخابراتي وسایل او د ایران د انقلابي ګارډ وړې چټکې کښتۍ په نښه شوې دي.

 

امریکايي چارواکو د ټولو ویشتل شویو سیمو نومونه نه دي په ډاګه کړي، خو ویلي یې دي چې بریدونه د هرمز تنګي شاوخوا په څو ځایونو کې شوي دي. په ځینو راپورونو کې د ایران د سویلي ساحلي سیمو، بندرونو او پوځي مرکزونو یادونه شوې، خو د امریکا پوځ د امنیتي دلایلو له امله د هر هدف دقیق ځای نه دی اعلان کړی.

 

ایران په خپلو ځوابي بریدونو کې لږ تر لږه د پنځو هېوادونو دننه د امریکا اړوند پوځي هدفونه په نښه کړي دي، خو د هر هېواد پر لور د توغول شویو توغندیو او بې‌ پیلوټه الوتکو کره شمېر تر اوسه نه دی خپور شوی.

 

د ایران انقلابي ګارډ دعوه کړې چې په اردن کې یې د قوماندې او څارنې یو مرکز او د بې‌ پیلوټه الوتکو هنګرونه ویجاړ کړي دي. اردني چارواکو د توغندیزو بریدونو پخلی کړی، خو د زیانونو بشپړ جزیات یې نه دي خپاره کړي.

 

په کوېت کې ایران دعوه کړې چې د امریکا یو رادار او وروسته د راکټونو د توغولو سیستمونه یې په نښه کړي دي. د کوېت پوځ ویلي دي چې د توغندیو او بې‌ پیلوټه الوتکو د شنډولو هڅې یې کړې دي. کوېتي چارواکو همداراز ویلي چې د تېل‌ کیندنې پر یوې اډې د برید له امله یو کارکوونکی ژوبل شوی دی.

 

په قطر کې د ایران انقلابي ګارډ دعوه کړې ده چې د جنګي الوتکو د ترمیم یو مرکز او د قوماندې یوه ودانۍ یې ویشتلې ده. قطري چارواکو ویلي دي چې د بریدونو د پاتې شونو د لوېدو له امله د یوه ماشوم په ګډون درې کسان ژوبل شوي دي.

 

په عمان کې ایران د امریکا د الوتکو وړونکې بېړۍ د ملاتړ او د تېلو رسولو مرکزونه د بې‌ پیلوټه الوتکو په وسیله په نښه کړي دي. عمان ویلي دي چې د دغه هېواد په دوو سیمو کې د ډرون بریدونه شوي او په اعتراض کې یې د ایران سفیر ورغوښتی دی.

 

په بحرین کې، چې د امریکا د سمندري ځواک د پنځمې بېړۍ مرکزي قومانده پکې ده، د هوايي بریدونو د خبرداري زنګونه وهل شوي او چارواکو ویلي دي چې څو ایراني بریدونه یې شنډ کړي دي. د مرګ‌ ژوبلې یا پراخو زیانونو په اړه سمدستي معلومات نه دي خپاره شوي.

 

متحده عربي اماراتو ویلي دي چې له خپلو پولو بهر یې د توغندیو ګواښونه ثبت کړي، خو په وروستیو رسمي معلوماتو کې یې نه دي ویلي چې د دغه هېواد دننه کوم ځای په مستقیم ډول په نښه شوی دی. له همدې امله متحده عربي امارات د ایران د هغو پنځو هېوادونو په ډله کې نه دي شامل چې د تازه بریدونو رسمي پخلی یې شوی دی.

 

ایران د خلیج هېوادونو ته خبرداری ورکړی دی چې که خپلې پوځي اډې، هوايي حریم یا نورې اسانتیاوې د امریکا د بریدونو لپاره وکاروي، نو د تهران له غبرګون سره به مخ شي. ایران ټینګار کوي چې هدف یې د دغو هېوادونو ملکي وګړي نه، بلکې په سیمه کې د امریکا پوځي مرکزونه دي.

 

بل لور ته، د امریکا پوځ ویلي دي چې ایران د هرمز تنګي د تړلو واک نه لري او امریکايي ځواکونه به د سوداګریزو بېړیو د خوندي تګ راتګ لپاره خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي. تهران بیا دعوه کوي چې هرمز تنګی یې تړلی او له اجازې پرته تېرېدونکې بېړۍ به په نښه کړي.

 

دغه تازه بریدونه د امریکا او ایران ترمنځ هغه لنډمهالی تفاهم له جدي ګواښ سره مخ کړی چې موخه یې د تاوتریخوالي کمول او د دایمي خبرو لپاره لاره هوارول وو. پاکستان، قطر او مصر لا هم د دواړو لورو ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره د منځګړیتوب هڅې کوي، خو د بریدونو دوام په سیمه کې د پراخې جګړې اندېښنې لا زیاتې کړې دي.