د افغانستان کندهار امنیه قومندانۍ وایي، د کندهار ښار د لویې ویالې په نازک کوټۍ سیمه کې یوې ښځې خپل مېړه په چاقو وژلی او له پېښې وروسته تښتېدلې ده.

 

د امنیه قومندانۍ د ویاند، اسدالله جمشید، په وینا، پېښه ،د جولایۍ په ۱۲مه، رامنځته شوې او د تورنې ښځې د نیولو او د پېښې د لامل د معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.

سرچيني وايي د ښځې او هلک دوه مياشتې مخکې واده شوی و.