نن ،د جولایۍ پر ۱۳مه، د خیبر پښتونخوا د صوبایي حکومت د لارښوونو پر بنسټ، د شمالي وزیرستان د مرستیال کمیشنر محمد تیمور خان اپریدي په هدایت، د رزمک تحصیلدار مصطفیٰ کمال مروت د رزمک بازار بېلابېل دوکانونه او کاروباري مرکزونه وکتل.

 

د معاینې پر مهال د پټرولو پمپونه، جنرل سټورونه، د چرګانو غوښې دوکانونه او هوټلونه وڅارل شول. چارواکو د حکومت له لوري ټاکل شوې بیې، د وزن او پیمانې سموالی، د خوراکي توکو د ختمېدو نېټې، د پاکوالي وضعیت او د روغتیايي اصولو د عملي کېدو ارزونه وکړه.

 

تحصیلدار مصطفیٰ کمال مروت دوکاندارانو او د هوټلونو مالکانو ته سپارښتنه وکړه چې د حکومت له لوري ټاکل شوې نرخنامې، د وزن او پیمانې اصول او روغتیايي مقررات په کلکه مراعات کړي، او خلکو ته معیاري او خوندي خوراکي توکي برابر کړي.

 

ځايي انتظامیې ویلي دي، چې د بازارونو د څارنې دا لړۍ به دوام ولري او د سرغړونو په صورت کې به د قانون له مخې لازم اقدامات ترسره کېږي.