د بلوچستان د واشک ضلعې په سرحدي سیمه ماشکېل کې د پنجاب د پنځو مزدورانو تر وژنې یوه ورځ وروسته امنیتي ځواکونو او نورو قانون پلي کوونکو ادارو د بریدګرو د نیولو لپاره د لټون پراخ عملیات روان ساتلي دي. چارواکي وایي، سیمه کلابنده شوې، د پېښې شواهد راټولېږي او د بریدګرو د پېژندلو او نیولو لپاره پلټنې دوام لري.
د واشک مرستیال کمیشنر مجید سرپره ویلي دي، چې دا پېښه ،د جولایۍ په ۱۲مه، د پاکستان او ایران پولې ته څېرمه د ماشکېل په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې ناڅرګنده وسله والو پر هغو دوکانونو ناتاره ډزې وکړې چې د پنجاب اړوند مزدوران پکې په کار بوخت وو. د هغه په وینا، پنځه واړه مزدوران په ځای وژل شوي او بریدګر له سیمي تښتېدلي دي.
چارواکي وایي، د قانوني او عدلي چارو له بشپړېدو وروسته د وژل شویو کسانو جسدونه د هغوي پلرنیو سیمو ته لېږدول شوي دي. تر اوسه د دې برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
د پاکستان ولسمشر ،اصف علي زرداري، او وزیر اعظم ،شهباز شریف، دغه برید په سختو ټکو غندلی او ویلي یې دي چې د بې ګناه مزدورانو وژل یو ظالمانه او بزدلانه عمل دی. دواړو ټینګار کړی چې د برید عاملان او د هغوي ملاتړي به د قانون منګولو ته سپارل کېږي او د ترهګرۍ پر ضد مبارزه به دوام ولري.
د بلوچستان اعلا وزیر میر سرفراز بګټي هم ویلي دي، چې وژل شوي کسان یوازې د پنجاب مزدوران نه وو، بلکې د پاکستان وګړي، زحمتکښان او د هېواد وروڼه وو. د هغه په وینا، دا برید د کوم ځانګړي قام پر ضد نه، بلکې د پاکستان پر ملي یووالي او د دولت پر واکمنۍ برید دی. نوموړي امنیتي ادارو ته سپارښتنه کړې چې بریدګر زر تر زره ونیسي او عدالت ته یې وسپاري.


نعيم اچکزئي