د ۲۰۲۶م کال د فټبال نړیوال جام د کوارټر فاینل لوبو له پای ته رسېدو وروسته، فرانس، سپین، انګلستان او ارجنټاین سیمي فاینل ته رسېدلي او اوس به د فاینل لپاره د یو بل پر وړاندې میدان ته ښکته شي.

 

د نړیوال جام لومړۍ سیمي فاینل لوبه به د جولای په ۱۴مه د امریکا د ټکساس ریاست په ارلېنګټن ښار کې د فرانس او سپین ترمنځ ترسره شي. دواړه لوبډلې د کوارټر فاینل له بریاوو وروسته دې پړاو ته رسېدلې او اوس فاینل ته د رسیدو هڅه کوي.

 

فرانس د کوارټر فاینل په لوبه کې مراکش ته دوه پر صفر ماتې ورکړه او سیمي فاینل ته یې لاره پیدا کړه. فرانس په روان نړیوال جام کې د خپلې منظمې دفاع، چټکو بریدونو او د مهمو سیالیو د تجربې له امله د اتلولۍ له مهمو مدعیانو ګڼل کېږي.

 

سپین بیا د کوارټر فاینل په لوبه کې بلجیم ته دوه پر یو ماتې ورکړه او د وروستیو څلورو لوبډلو په ډله کې شامل شو. سپین په دې نړیوال جام کې د بال د ښه کنټرول او پیاوړې دفاع له امله د سیالانو لپاره یوه سخته لوبډله ثابته شوې ده.

 

د فرانس لوبغاړو د سیمي فاینل له لوبې مخکې ویلي، دوي له سپین څخه وېره نه لري، خو د دې لوبډلې د لوبې کیفیت او وړتیا ته درناوی لري. فرانس هڅه کوي چې پرله ‌پسې درېیم ځل د نړیوال جام فاینل ته لار پیدا کړي.

 

دویمه سیمي فاینل لوبه به د جولایۍ په ۱۵مه د امریکا د جورجیا ریاست په اټلانټا ښار کې د انګلستان او ارجنټاین ترمنځ ترسره شي. انګلستان د کوارټر فاینل په لوبه کې ناروې ته دوه پر یو ماتې ورکړه، بلخوا ارجنټاین سویس ته درې پر یو ماتې ورکړه او سیمي فاینل ته ورسېد.

 

د ارجنټاین او انګلستان ترمنځ لوبه ځکه هم ځانګړی اهمیت لري چې دواړه هېوادونه د نړیوال جام په تاریخ کې اوږد او مشهور رقابت   لري. ارجنټاین د ۲۰۲۲م کال د نړیوال جام اتل دی او هڅه کوي خپله اتلولي وساتي، خو انګلستان بیا غواړي له ۱۹۶۶ کال وروسته یو ځل بیا د نړیوال جام اتلولي خپله کړي.

 

د فرانس او سپین د سیمي فاینل ګټونکې لوبډله به د انګلستان او ارجنټاین د سیمي فاینل له ګټونکې سره د نړیوال جام په فاینل کې مخامخ شي.

 

د دواړو سیمي فاینل لوبو بایلونکې لوبډلې به د جولایۍ په ۱۸مه د درېیم مقام لپاره سیالي وکړي، د ۲۰۲۶م کال د فوټبال نړیوال جام فاینل به د جولایۍ په ۱۹مه د امریکا د نیو جرسي ریاست په مېټ لایف لوبغالي کې ترسره شي.

 

د ۲۰۲۶م کال نړیوال جام د امریکا، کاناډا او مکسیکو په ګډ کوربتوب روان دی. په دې نړیوال جام کې د لومړي ځل لپاره ۴۸ لوبډلو ګډون کړی او ټولې ۱۰۴ لوبې پکې شاملې دي. اوس د سیالیو وروستی او تر ټولو حساس پړاو پېل شوی او د جولایۍ په ۱۴ او ۱۵مه به معلومه شي چې کومې دوه لوبډلې د جولایۍ په ۱۹مه د نړیوال جام فاینل ته لاره پیدا کوي.