وفاقي حکومت د یوې اوونۍ لپاره د پټرولو او ډیزلو نوې بیې اعلان کړې دي. د نوې پرېکړې له مخې، في لیټر د پټرولو په بیه کې ۱۳ روپۍ او ۱۸ پېسې او د ډیزلو په بیه کې ۱۳ روپۍ او ۸۰ پېسې زیاتوالی شوی دی. له دې وروسته في لیټر د پټرولو بیه ۳۱۰ روپۍ او د ډیزلو بیه ۳۲۳ روپۍ ټاکل شوې ده. حکومتي چارواکي وایي، دا زیاتوالی په نړیوال بازار کې د خامو تېلو د بیو د لوړېدو او په منځني ختیځ کې د روانې شخړې له امله شوی دی. بل لور ته، د پېښور یو شمېر اوسېدونکو د تیلو د بیو دغه زیاتوالی د عام ولس پر وړاندې ظلم بللی او ویلي یې دي چې خلک نور د ګرانۍ د زغملو توان نه لري.


سلمان یوسفزی