د مصر اهرام د نړۍ له تر ټولو سترو او پخوانیو تاریخي اثارو څخه شمېرل کېږي. دا سترې ودانۍ شاوخوا څلور نیم زره کاله مخکې د فرعونانو د مقبرو په توګه جوړې شوې او تر نن ورځې د لرغوني مصر د تمدن، انجینرۍ او معمارۍ د حیرانوونکو لاسته راوړنو نښه ګڼل کېږي. په دې ځانګړي ویډیويي راپور کې مجید بابر د مصر د ګیزې د مشهورو اهرامو، د ابوالهول تاریخي مجسمې، د دغو اثارو د جوړېدو د رازونو، د لرغوني مصر د واکمنانو د ژوند او د دې تاریخي سیمې د نړیوال ارزښت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کوي. که د نړۍ د لرغونو تمدنونو، تاریخي ځایونو او کلتوري میراثونو په اړه ویډیوګانې خوښوئ، د شال نیوز چینل سبسکرایب کړئ، ویډیو خوښه کړئ او له خپلو ملګرو سره یې شریکه کړئ.


مجید بابر