د اسلامي همکاریو سازمان د ښځینه وزیرانو نهم کنفرانس نن ،د جولایۍ په ۱۳مه، د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې د غړو هېوادونو د وزیرانو، لوړپوړو چارواکو او استازو په ګډون ترسره شو. په غونډه کې د اسلامي نړۍ د ښځو د زده کړو، اقتصادي پیاوړتیا، ټولنیز او سیاسي ګډون، روغتیا او مسلکي وړتیاوو د لوړولو په اړه خبرې وشوې.
په کنفرانس کې د ښځینه وزیرانو د غونډې دوره ییزه مشري په رسمي ډول له مصر څخه پاکستان ته وسپارل شوه. له دې سره به پاکستان د راتلونکو دوو کلونو لپاره د دې کنفرانس مشري پر غاړه ولري.
د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف خپلې وینا کې وویل، چې د اسلامي نړۍ پرمختګ هغه وخت بشپړېدی شي چې ښځې او نجونې د زده کړو، کار او ټولنیز ژوند برابر فرصتونه ولري. هغه وویل، چې د ښځو اقتصادي خپلواکي، تعلیم او په پرېکړو کې اغېزناک ګډون د هرې ټولنې د پرمختګ مهم بنسټونه دي.
د پاکستان مرستیال وزیر اعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم غونډې ته په وینا کې یو ځل بیا له واکمنو طالبانو وغوښتل چې افغان ښځو او نجونو ته د زده کړو، کار او په ټولنیز ژوند کې د ګډون حقونه بېرته ورکړي. هغه وویل، چې د ښځو او نجونو د تعلیم او کار حقونه د اسلام له لارښوونو سره په بشپړ ډول سمون لري او د اسلامي هېوادونو ګډ مسوولیت دی چې د ښځو د پیاوړتیا لپاره عملي ګامونه واخلي.
په غونډه کې د اسلامي همکاریو سازمان چارواکو او د غړو هېوادونو استازو د ښځو د زده کړو، روغتیا، کارموندنې، سوداګرۍ، ټکنالوژۍ او مشرتابه په برخو کې د ګډو پروګرامونو پر پراخولو ټینګار وکړ. ګډونوالو وویل، چې د اسلامي نړۍ دوامدار پرمختګ او اقتصادي وده د ښځو له فعال ګډون پرته ممکنه نه ده.
د غونډې په پرېکړه لیک کې د غړو هېوادونو له حکومتونو غوښتنه شوې چې د ښځو ټولنیز، اقتصادي او سیاسي مشارکت پیاوړی کړي او د هغوي د حقونو د خوندیتوب لپاره عملي ګامونه پورته کړي. په پرېکړه لیک کې همدارنګه، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي، تبعیض او هر ډول زیاتي د مخنیوي لپاره د ګډو اقداماتو غوښتنه شوې ده.
په پرېکړه لیک کې د فلسطین، په ځانګړي ډول د غزې د ښځو او ماشومانو بشري وضعیت ته هم ځانګړې پاملرنه شوې ده. ګډونوالو د اسراییلو پوځي عملیات وغندل، د ښځو او ماشومانو د خوندیتوب غوښتنه یې وکړه او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې بشري مرستې بې ځنډه سیمي ته ورسوي.
د کنفرانس ګډونوالو د اسلامي هېوادونو ترمنځ د تجربو د شریکولو، د ښځو د اقتصادي خپلواکۍ، د اقلیمي بدلونونو په وړاندې د هغوي د رول او د نوې ټکنالوژۍ په برخه کې د ښځو د ګډون پر زیاتولو هم ټینګار وکړ. په پرېکړه لیک کې له اړوندو ادارو غوښتل شوي چې د ښځو د پیاوړتیا لپاره د غړو هېوادونو د تګلارو د عملي کېدو څارنه او همغږي لا پیاوړې کړي.
دا کنفرانس په داسې وخت کې ترسره شو چې افغانستان لا هم د اسلامي همکاریو سازمان یوازینی غړی هېواد دی چې نجونې پکې له شپږم ټولګي پورته له ښوونځیو او پوهنتونونو محرومې دي او پر ښځو د کار او ټولنیزو فعالیتونو پراخ محدودیتونه هم لګېدلي دي. د طالبانو حکومت بیا وایي، د ښځو حقونه یې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي کړي دي.
د راپورونو له مخې، د طالبانو حکومت دې کنفرانس ته کومه ښځینه استازې نه ده لېږلې، ځکه د دوي په حکومت کې هېڅ ښځینه وزیره یا لوړه چارواکې نشته.


شال نیوز