د طالبانو حکومت په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو کنفرانس په غبرګون کې ویلي دي، چې د شریعت له‌ مخې د افغان ښځو حقونه خوندي دي.

 

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد ،د جولایۍ په ۱۳مه، ویلي دي، چې د اسلامي همکاریو سازمان هڅې د ستاینې وړ دي او دوي یې ملاتړ کوي، خو نوموړي ټینګار کړی چې د اسلام او شریعت له‌ مخې په افغانستان کې د ښځو حقونه خوندي دي.

 

هغه زیاته کړې: “دا چې یاد سازمان اسلامي دی او اسلامي نوم لري، هغه ټول حقوق چې اسلام ښځو ته ورکړي دي، موږ ځان مکلف ګڼو چې ټول حقوق یې خوندي کړو.”

 

مجاهد زیاته کړې، چې طالبان د افغان ښځو لپاره د سازمانونو او لوېدیځو ټولنو له لوري تعریف شويو حقونو ورکولو ته غاړه نه ږدي، ځکه ،د هغه په وینا، هغه حقونه له اسلام سره په ټکر کې دي.

 

ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د یادې ډلې حکومت د اسلامي عالمانو له لوري اداره کېږي او دوي د حقونو په اړه غوره‌ پوهه لري.

 

مجاهد داسې مهال یادې څرګندونې کړې دي چې په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو وزیرانو د نهم کنفرانس په ناسته کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار له طالبانو وغوښتل، چې ښځو ته د هغوي حقونه ور کړي.

 

د طالبانو هیڅ استازي په دې غونډه کې ګډون نه دی کړی او ځیني سرچیني یې لامل د دې ډلې په اداره کې د ښځینه چارواکو نشتوالی ګڼي.