ځیني وژنې یوازې د یو انسان ژوند نه اخلي، بلکې د یوې ټولنې حافظه هم له ځان سره وړي. د سوات د نامتو نڅاګرې ،شبانې، وژنه هم همداسې یوه پېښه وه.
هغه شپه چې وسله والو شبانه له خپل کوره په زور وایستله او د مینګورې د ګرین چوک په منځ کې یې ووژله، په حقیقت کې یوازې یوه ښځه نه وه وژل شوې؛ د سوات د سلګونو کلونو هنري دود، موسیقي، نڅا او د خلکو د خوشحالۍ یوه مهمه نښه هم تر مرمیو لاندې راغله.
د ۲۰۰۸م کال پر هغه توره شپه، ګرین چوک د خلکو لپاره یوازې یو څلورلارې نه و. هغه د وېرې، چوپتیا او مرګ سمبول ګرځېدلی و. هماغه ځای چې وروسته د “قاتل چوک” په نوم مشهور شو.
سینیر خبریال شهزاد عالم، چې د پېښې له لومړنیو شاهدانو څخه دی، وایي کله چې دی او یو بل خبریال د پېښې ځای ته ورسېدل، وسله وال لا هم په چوک کې ولاړ وو. هغه وایي، کله چې یې د انځورونو اخیستل پېل کړل، څو وسله وال له یوې کوڅې راووتل او ترې وپوښتل چې څوک دي. د خبریالانو له پېژندلو وروسته یې ورته وویل: “زر لاړ شئ، لږ وروسته به امنیتي ځواکونه راورسیږي او موږ دلته د هغوي لپاره کمین نیولی دی.”
د شهزاد عالم په وینا، شبانه په ډېر دردناک حالت پرته وه. د هغې په سینه او مرۍ ډزې شوې وې او د پېښې انځورونه یې هماغه شپه ثبت کړي وو.
هغه زیاتوي، وسله والو لومړی د موسیقۍ د اورېدو په پلمه د شبانې کور ته ځان ورساوه. وروسته یې هغه په زور له کوره وایستله. د شاهدانو په وینا، شبانې په ژړا او چیغو ویل:
“مه مې وژنئ… له دې ځایه مې وباسئ، خو مه مې وژنئ.”
خو دا فریادونه بې ځوابه پاتې شول. څو شېبې وروسته یې د ګرین چوک په منځ کې په ډزو ووژله او جسد یې د خلکو د وېرولو لپاره هلته پرېښود.
شبانه د سوات د بڼ سیمي اوسېدونکې وه؛ هغه سیمه چې له پخواني ریاست سوات راهیسي د موسیقارانو، سندرغاړو او هنرمندانو مهم مرکز بلل کېده. د بڼ له کوڅو څخه د رباب، منګي، شپېلۍ او ټپې غږونه پورته کېدل، خو د ناامنۍ له کلونو سره دا غږونه ورو ورو غلي شول.
هغه مهال وسله والو پر موسیقۍ، نڅا او هنري محفلونو بندیزونه لګولي وو. سیمه ییز خبریالان وایي، هماغه کلونه داسې هم راغلل چې ګڼو هنرمندانو په سیمه ییزو ورځپاڼو کې اعلانونه خپرول. په دغو اعلانونو کې به یې لیکل چې دوي نور طبله، باجه او نور موسیقي وسایل نه غږوي، ځکه دا کار یې پرېښی دی. دا اعلانونه د هنري فکر بدلون نه، بلکې د ژوند د ژغورلو یوه ناچاره هڅه وه.
شبانه یوازې یوه نڅاګره نه وه. هغه د یوې ټولنې د ولسي هنر استازیتوب کاوه. هغه هنر چې په ودونو، مېلو او ولسي خوښیو کې نسل په نسل ژوندی پاتې شوی و. د هغې له وژل کېدو وروسته، ګڼو هنرمندانو خپل مسلک پرېښود، ځینو کډې وکړې او نور کلونه په پټه ژوند ته اړ شول.
تر اوسه هم د شبانې د شخصي ژوند په اړه ډېر کره معلومات نشته. په عامه سرچینو کې دا نه ده روښانه چې هغه د وژل کېدو پر مهال څو کلنه وه، واده یې کړی و که نه، اولادونه یې لرل او که نه، او یا د هغې د نږدې کورنۍ اوسنی وضعیت څه دی.
موږ هم د دغو پوښتنو د ځواب موندلو لپاره د سوات د بڼ سیمي ته ولاړو، خو د شبانې د کورنۍ د اوسني استوګنځي او د کورنۍ د غړو په اړه مو کره معلومات ترلاسه نه کړل. د سیمي له خلکو سره مو خبرې وکړې، خو ډېرو یا نه غوښتل خبرې وکړي او یا یې ویل چې د کورنۍ غړي کلونه وړاندې له سیمي تللي وو.
د کورنۍ له یوه احتمالي ادرسه هم لیدنه وشوه، خو څوک پکې موجود نه وو او د اړیکې ټیلیفون هم ونه لګېد. هڅه به دوام ولري چې د کورنۍ غږ هم د دې کیسې برخه شي.
شپاړس کاله وروسته، د شبانې نوم لا هم د سوات د ناامنۍ له تر ټولو دردناکو یادونو سره تړلی دی. خو د هغې کیسه یوازې د یوې وژنې کیسه نه ده. دا د هغې دورې کیسه ده چې پکې هنر ګناه وګڼل شو، سندره خاموشه شوه، رباب مات شو، د نڅا پښې ودریدې او د یوې ټولنې فرهنګي ساه تنګه شوه.
د شبانې د مرګ پلټنه او د هغې د ژوند بشپړ روایت لا هم نیمګړی دی. خو یو حقیقت روښانه دی: کله چې په ګرین چوک کې د شبانې پر بدن ګولۍ ولګېدې، د سوات د هنر، موسیقۍ او کلتور پر زړه هم ژور پرهر جوړ شو؛ داسې پرهر چې څړیکې یې تر اوسه د سیمي په فرهنګي حافظه کې ژوندۍ دی.


عصمت علي اخون