«پاکستان او امریکا د ترهګرۍ، د ترهګرۍ د مالي سرچینو او سایبري جرمونو پر ضد د ګډې همکارۍ او مبارزې پر پراخولو سلا شوي دي.»
دا خبره د امریکا د وفاقی تحقیقاتو ادارې (ایف بي ایي) مشر ،کاش پټیل، د جولایۍ په ۱۳مه، د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر، محسن نقوي، سره تر لیدنې وروسته کړې ده.
د ایف بي ایي مشر ویلي دي، چې محسن نقوي ته یې د ادارې په مرکزي دفتر کې هرکلی کړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د امنیتي او استخباراتي همکارۍ پر لا پیاوړتیا خبرې کړې دي.
د هغه په وینا، په دې لیدنه کې د ترهګرۍ د مالي سرچینو د مخنیوي، د سایبري جرمونو د څېړنو، د پلټنو د وړتیاوو د لوړولو او د دواړو هېوادونو د امنیتي ادارو لپاره د ځانګړو روزنیزو پروګرامونو او تخنیکي مرستو پر برابرولو خبرې وشوې.
د ایف بي ایي مشر زیاته کړې چې د امریکا او پاکستان ترمنځ امنیتي ملګرتیا د امریکا د ګټو د خوندي کولو او په سیمه کې د ګډو امنیتي ګواښونو پر وړاندې د مبارزې لپاره مهمه ده او هیله یې څرګنده کړې چې په راتلونکي کې به دواړه هېوادونه په دې برخه کې لا ډېرې ګډې بریاوې ترلاسه کړي.
دا لیدنه په داسې مهال شوې ده چې پاکستان په وروستیو میاشتو کې، په ځانګړې توګه د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو، په تېره بیا د پخوانیو قبایلي ضلعو، شمالي او سویلي وزیرستان، ټانک، لکي مروت، بنو او ډیره اسماعیل خان کې، د وسله والو ډلو پر ضد خپل عملیات او امنیتي اقدامات پراخ کړي دي. په دغو سیمو کې پر امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو بریدونه هم زیات شوي دي.
پاکستاني چارواکي پرله پسې دعوه کوي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او ځیني نورې وسله والې ډلې په افغانستان کې پناه ځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه تنظیموي. اسلاماباد له کابل څخه غوښتنه کوي چې د دغو ډلو پر ضد عملي اقدامات وکړي او اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکارول شي.
خو د افغانستان واکمن طالبان دا تورونه ردوي او وایي، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي. د طالبانو حکومت ټینګار کوي چې د پاکستان امنیتي ستونزې د هغه هېواد کورنۍ مسئله ده او باید د خبرو او خپلو کورنیو تدابیرو له لارې حل شي.
شنونکي وايي، چې د ایف بي ایي او د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ترمنځ دا تازه لیدنه ښيي چې واشنګټن او اسلاماباد د ترهګرۍ، د هغې د مالي سرچینو او سایبري جرمونو پر ضد د همکارۍ د پراخولو هڅه کوي، په ځانګړې توګه په داسې وخت کې چې پاکستان د خپلو لوېدیځو سیمو په امنیتي وضعیت کې له جدي ننګونو سره مخ دی.


شال نیوز