د بې ځایه شویو نړیوال سازمان ویلي دي، چې د اسلامي همکاریو سازمان باید د افغان ښځو او نجونو د حقونو په اړه یوازې د اندېښنې په څرګندولو بسنه ونه کړي، بلکې په روښانه ډول اعلان وکړي چې د طالبانو د حکومت له خوا د ښځو او نجونو بنسټیز او منظم محرومول هېڅ ډول دیني مشروعیت نه لري او دا وضعیت باید زر تر زره پای ته ورسېږي.
دغه سازمان په اسلاماباد کې د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو اړوند د وزیرانو د نهمې غونډې په تړاو ،د جولایۍ په ۱۴مه، خپره کړې اعلامیه کې د طالبانو پر تګلارو سختې نیوکې کړې دي.
د اعلامیې له مخې، د اسلامي همکاریو سازمان غړي هېوادونه کافي اخلاقي اعتبار او سیمه ییز نفوذ لري چې پر طالبانو اغېزمن فشار راوړي، څو د افغان ښځو او نجونو لپاره د زده کړو، کار، ټولنیز ژوند او د پرېکړو په بهیر کې د ګډون حقونه بېرته تأمین کړي.
سازمان ویلي دي، چې د افغان ښځو روان وضعیت د افغانستان له سیاسي کړکېچ، پراخې بې وزلۍ، ځپنې، ناامنۍ او د یوه ټول شموله سیاسي حل لارې له نشتوالي سره تړلی دی، او همدا عوامل زرګونه افغانان اړ باسي چې خپل کورونه پرېږدي او نورو هېوادونو ته کډه وکړي.
د بې ځایه شویو نړیوال سازمان زیاته کړې، چې پاکستان د دغې غونډې د کوربه او د افغانستان د ګاونډي هېواد په توګه، چې د بې ثباتۍ او کډوالۍ مستقیم اغېز پرې شوی، کولی شي د اسلامي همکاریو سازمان په چوکاټ کې د یوې داسې سیمه ییزې تګلارې په جوړولو کې مهم رول ولوبوي چې د ښځو حقونه له سولې، ثبات او د شخړو له هواري سره وتړي.
د سازمان په وینا، د اسلامي نړۍ ګډ او څرګند دریځ به د ښځو د حقونو د محدودولو لپاره د دین د ناسم تعبیر مخه ونیسي او هم به دا فرصت رامنځته نه کړي چې د طالبانو تګلارې په نړۍ کې د اسلام پر وړاندې د منفي تبلیغاتو او اسلام ضد احساساتو د زیاتېدو لامل وګرځي.


شال نیوز