د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت دعوه کوي چې د دغه وزارت محتسبینو په پکتیا، میدان وردګ، غور او بلخ ولایتونو کې پنځه ښځې له جبري ودونو ژغورلې دي.
د وزارت له خوا ،د جولایۍ په ۱۴مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د یادو ولایتونو محتسبینو هغه مهال مداخله وکړه، کله چې د دغو ښځو کورنیو غوښتل د زیاتو پیسو ترلاسه کولو او د دودیزو رواجونو له امله، هغوي د خپلې خوښې او رضایت پرته واده ته اړ کړي.
د خبرپاڼې له مخې، دغو ښځو د خپلې ستونزې د حل لپاره د امر بالمعروف وزارت اړوندو ولایتي دفترونو ته مراجعه وکړه، چې وروسته محتسبینو د هغوي شکایتونه وڅېړل او ،د وزارت په وینا، د وخت په اقدام سره یې د هغوي جبري ودونه ودرول.
د امر بالمعروف وزارت همداراز دعوه کړې، چې تر دې وړاندې یې هم په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر نورې ښځې له جبري ودونو ژغورلې دي.
خپلواکو سرچینو تر اوسه د طالبانو د دې دعوې په اړه تایید نه دی کړی.


شال نیوز