د خیبر پښتونخوا د چارسدې ضلعې په بېلابېلو سیمو کې د ناقانونه مېشتو افغان کډوالو پر ضد د امنیتي ادارو عملیات دوام لري، چې تازه پړاو کې ۲۹ نور افغان وګړي نیول شوي او د نورو قانوني مراحلو لپاره د پېښور هولډنګ سنټر ته لېږدول شوي دي.
د ضلعي انتظامیې له خوا ،د جولایۍ په ۱۴مه، خپاره شویو معلوماتو له مخې، په تېرو دوو ورځو کې د روانو عملیاتو پر مهال د چارسدې له بېلابېلو سیمو څخه ټولټال ۷۶ افغان وګړي نیول شوي، چې ټول د پېښور هولډنګ سنټر ته انتقال شوي دي.
چارواکي وایي، تر اوسه په نیول شویو کسانو کې ټول نارینه دي او هېڅ ماشوم یا ښځه نه ده نیول شوې.
د پاکستان حکومت له دې وړاندې هم اعلان کړی و چې په هېواد کې د ناقانونه مېشتو بهرنیو وګړو پر ضد به د قانون له مخې عملیات روان ساتل کېږي او هغه کسان به بېرته خپلو هېوادونو ته ستنول کېږي چې د استوګنې قانوني اسناد ونه لري.


ریاض الحق