د بلوچستان د زیارت د غمیزې پر ضد په کوټه او زیارت کې روان احتجاجي پرلتونه نن ،د جولایۍ په ۱۴مه، شپږمې ورځې ته وغځېدل. په دغو پرلتونو کې د بېلابېلو سیاسي او مذهبي ګوندونو غړو، د وژل شویو کسانو وارثانو او ګڼ شمېر عامو خلکو ګډون کړی او د پېښې د رڼو پلټنو او انصاف غوښتنه یې یو ځل بیا تکرار کړه.

 

د احتجاجي پرلت ګډونوالو ته د قامي اسمبلۍ د اپوزیشن مشر محمود خان اڅکزي، د قامي اسمبلۍ پخواني غړي محسن داوړ، د قامي اسمبلۍ غړي خوشحال خان کاکړ او د جمعیت علمای اسلام مخکښ مولانا عبدالواسع ویناوې وکړې. ویناوالو غوښتنه وکړه چې د زیارت د پېښې بې پرې او شفافې پلټنې دې وشي، مسؤل کسان دې د قانون منګولو ته وسپارل شي او د قربانیانو کورنیو ته دې زر تر زره انصاف ورکړل شي.

 

د احتجاجي پرلت د کمېټۍ په وینا، د حکومتي پلاوي او د پرلت د استازو ترمنځ د خبرو اترو درې پړاوونه ترسره شوي دي. د کمېټۍ په خبره، حکومتي پلاوي د نورو مشورو لپاره وخت غوښتی او تمه ده چې د مذاکراتو بل پړاو زر ترسره شي.

 

پرلت کمېټۍ همداراز اعلان کړی چې د ټولو سیاسي ګوندونو په بلنه به سبا د ګوادر، چمن او د بلوچستان په نورو ښارونو کې احتجاجي مظاهرې ترسره شي، څو د زیارت د غمیزې پر ضد خپل غږ نور هم پیاوړی کړي.

 

کمېټۍ زیاته کړې چې ،د جولایۍ په ۱۶مه، به په کوټه کې د روان احتجاجي پرلت برخه د ښځو او ماشومانو له ګډون سره لا پراخه شي. بل پلو، د پرلت کمېټۍ اعلان کړی چې د ټولو ګوندونو په غوښتنه به د جمعې په ورځ د زیارت د غمیزې پر ضد په ټول بلوچستان کې بشپړ شټر ډاون او کاربندیز ترسره کېږي، او له سوداګرو، ټرانسپورټ اتحادیو او عامو خلکو څخه یې غوښتي چې د احتجاج د بریا لپاره له دې اعلان سره بشپړه همکاري وکړي.