کله چې د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر ،مولانا فضل الرحمن، د قصور د ګوندیزې غونډې له سټېجه وویل: “که سیاست کوئ، نو وردي وباسئ” او زیاته یې کړه چې “د شهیدانو د وینې احسان پر ولس مه کوئ، معاشونه د ولس د ټیکسونو له پیسو اخلئ”؛ نو یوازې یوه سیاسي وینا یې ونه کړه، بلکې هغه بحث یې بیا راژوندی کړ چې له کلونو راهیسي د پاکستان په امنیتي او سیاسي چاپېریال کې روان دی.
د دغو څرګندونو سمدستي وروسته حکومتي وزیرانو او د پوځ پخوانیو افسرانو د هغه خبرې وغندلې او ویې ویل چې دا د وسله والو پر ضد د جګړې قربانیو ته سپکاوی دی. د حکومت په اند، امنیتي ځواکونه هره ورځ د هېواد د دفاع لپاره قرباني ورکوي او د هغوي رول باید د سیاسي اختلاف قرباني نه شي.
خو له دې سیاسي شخړې هاخوا، یوه بله پوښتنه راپورته کېږي: ولې د مولانا فضل الرحمن خبرې دومره پراخ بحث راپاروي؟
ځواب یې ښیي د اسلام اباد په سیاسي دهلېزونو کې نه، بلکې د بنو، لکي مروت، ټانک، شمالي او سویلي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، کوهلو، مستونګ، کلات، ژوب او مکران په هغو کلیو کې وموندل شي چې خلک یې له دوو لسیزو راهیسي د ناامنۍ تر سیوري لاندې ژوند کوي.
د پاکستان حکومت وایي چې د وسله والو پر ضد عملیات دوام لري، سلګونه وسله وال وژل شوي او امنیتي ادارې د هېواد د خوندي کولو لپاره شپه او ورځ هلې ځلې کوي. خو په همدې موده کې بیا هم هره اونۍ د یوې نوې چاودنې، هدفي برید، سړک غاړې بم، کواډکاپټر برید یا د امنیتي ځواکونو پر پوستو د حملې خبر خپرېږي.
همدا تضاد دی چې د خلکو په ذهن کې پوښتنې پیدا کوي.
که عملیات بریالي دي، نو بیا بریدونه ولې نه درېږي؟
که د دولت واکمني پیاوړې شوې وي، نو ولې په ځینو سیمو کې یو ځل بیا د امن کمېټو او ولسي لښکرو د جوړولو خبره کېږي؟
دا پوښتنه نوې نه ده.
د ۲۰۰۷م او ۲۰۰۹م کلونو ترمنځ هم د قبایلي سیمو په لسګونو کلیو کې د دولت په ملاتړ ولسي لښکرونه جوړ شول. هغه مهال ویل کېدل چې سیمه ییز خلک خپله سیمه تر بل هر چا ښه پېژني او د وسله والو پر ضد به اغېزمن رول ولوبوي.
په ځینو ځایونو کې هغوي بریالي هم شول. خو ډېر زر د دغو لښکرو لسګونه مشران په هدفي بریدونو کې ووژل شول، کورنۍ یې بې ځایه شوې او ګڼ کلي د انتقام په اوږده کړۍ کې راګیر شول.
نن چې په لکي مروت، بنو او ځینو نورو سیمو کې د امن کمېټو د بیا فعالېدو خبرې کېږي، د سیمي ډېر مشران هماغه زړې خاطرې یادوي. دوي وایي، ولس تل د دولت تر څنګ ولاړ و، خو د جګړې تر پای وروسته بیا هم د جګړې تر ټولو لوي قیمت ولس ورکړ.
په وروستیو میاشتو کې په سویلي خېبر پښتونخوا کې ګڼ پوځي عملیات شوي، خو د دغو عملیاتو ترڅنګ د بې ځایه شویو کورنیو شمېر هم زیات شوی دی. ماشومان له ښوونځیو پاتې کېږي، بازارونه تړل کېږي، کرنیز فصلونه له منځه ځي او د خلکو اقتصادي ژوند له سخت فشار سره مخ کېږي.
په بلوچستان کې هم وضعیت ډېر توپیر نه لري. له مستونګ څخه تر مکران، او له ژوب څخه تر کلاته، وسله وال بریدونه، هدفي وژنې او امنیتي عملیات د ورځني ژوند برخه ګرځېدلې دي.
حکومت وایي چې د دې عملیاتو موخه د وسله والو ختمول دي. خو منتقدین وایي چې که یوازې پوځي حل کافي وای، نو ښیي نن به د امن کمېټو د جوړولو اړتیا نه وه.
همدلته د مولانا فضل الرحمن خبرې د بحث موضوع ګرځي.
د هغه د ټولو سیاسي دریځونو سره موافقه کول یا نه کول بېله موضوع ده، خو هغه پوښتنې چې نوموړي مطرح کړې، په هغو سیمو کې هره ورځ اورېدل کېږي چې خلک یې د جګړې مستقیم اغېز ویني.
ایا د امنیت ساتل یوازې د عملیاتو په دوام ترلاسه کېدی شي؟
ایا د دولت اساسي دنده ولس ته بېرته سپارل شي؟
او که یو ځل بیا د کلیو سپین ږیري او ځوانان د خپلې سیمي د امنیت لپاره وسله پورته کړي، نو د سبا مسؤلیت به د چا پر غاړه وي؟
د امنیت متخصصین ټینګار کوي چې دوامداره امنیت یوازې له پوځي بریا نه، بلکې د قانون د واکمنۍ، مؤثرو ملکي ادارو، اقتصادي فرصتونو او د ولس د باور له بېرته ترلاسه کولو سره تړاو لري. همدا باور هغه څه دي چې په ډېرو سیمو کې کمزوری شوی ښکاري.
د سویلي ضلعو او بلوچستان خلک نن یوازې د بریدونو د پای غوښتنه نه کوي. هغوي غواړي چې ماشومان یې ښوونځي ته بې له وېرې ولاړ شي، بزګران یې خپلو کروندو ته ستانه شي، سوداګر یې بازارونه خلاص وساتي او د شپې د ډزو پر ځای د عادي ژوند غږونه واوري.
شاید د همدې لپاره د مولانا فضل الرحمن وروستۍ وینا دومره پراخ بحث راوپاروه.
نه ځکه چې هغه لومړی سیاستوال دی چې پر امنیتي پالیسۍ نیوکه کوي، بلکې ځکه چې د هغه خبرې د هغو خلکو له ورځني ژوند سره ونښلېدې چې د جګړې بار یې تر ټولو ډېر پر اوږو دی.
تر هغو چې د عملیاتو تر څنګ سیاسي تفاهم، د قانون واکمني، ولسي باور او اقتصادي پرمختګ د امنیتي تګلارې برخه نه شي، دا احتمال به پاتې وي چې د نن ورځې پوښتنې به سبا هم هماغسې بې ځوابه وي.
او ښیي د پاکستان د امنیت تر ټولو ستره ننګونه همدا وي؛ جګړه یوازې د مورچلو په نیولو نه ختمېږي، بلکې هغه مهال پای ته رسېږي چې ولس نور د جګړې د خبر پر ځای د عادي ژوند خبر واوري.


مجید بابر