د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند د مشر محمد محقق لور، ذکیې محقق، ویلي دي چې د طالبانو کړنې له اسلام سره هېڅ تړاو نه لري او دغه ډله د اسلام له نوم څخه ناوړه ګټه اخلي.
هغې ،د جولایۍ په ۱۴مه، په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو غونډې ته په وینا کې وویل، چې په افغانستان کې باید د خلکو پر اراده ولاړ ولسواک حکومت جوړ شي او افغان ښځې باید خپلو ټولو بنسټیزو حقونو ته لاسرسی ولري.
ذکیې محقق وویل، چې افغان ښځې له تېرو نږدې پنځو کلونو راهیسي له خپلو اساسي حقونو بې برخې دي او د افغانستان د اوسني وضعیت تر ټولو ستر زیانمن قشر ښځې دي. د هغې په وینا، په دې موده کې ښځو او ټولنې ته اوښتي زیانونه به په لنډه موده کې جبران نه شي.
هغې زیاته کړه، په افغانستان کې داسې نظام نه شته چې د ښځو د عزت، کرامت او بنسټیزو حقونو ساتنه وکړي، او که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي، ټولنه به له جدي اخلاقي او ټولنیز زوال سره مخ شي.
ذکیې محقق وویل، چې افغان ښځو ته باید د اسلامي همکاریو سازمان په دې غونډه کې د ګډون فرصت ورکړل شوی وای، څو د اسلامي هېوادونو له استازو سره خپلې اندېښنې شریکې او د افغان ښځو او نجونو غږ نړیوالو ته ورسوي.
هغې دا هم وویل چې تر اوسه هېڅ هېواد د افغانستان د ښځو د وضعیت د بدلون لپاره د عملي اقدام نښې نه دي ښودلې، خو هیله یې څرګنده کړه چې په نږدې راتلونکي کې به نړیواله اجماع رامنځته شي او اسلامي، لوېدیځ او د بشري حقونو ملاتړي هېوادونه به د افغانستان له خلکو سره عملي مرسته وکړي.
نوموړې پر اسلامي هېوادونو غږ وکړ چې د چوپتیا پر ځای د افغان ښځو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه پورته کړي او روښانه حللارې وړاندې کړي.
په همدې حال کې د اسلامي همکاریو سازمان، چې د ۵۷ اسلامي هېوادونو ګډه ټولنه ده، د اسلاماباد په وروستۍ غونډه کې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار لګول شوي بندیزونه د اسلامي ارزښتونو او اسلامي فرهنګ خلاف وبلل او خبرداری یې ورکړ چې دا ډول تګلارې د اسلام سپېڅلي انځور ته زیان رسوي.


شال نیوز