د پاکستان د ولسمشر ویاند ،مرتضی سولنګي، ویلي دي، چې اسلام اباد له افغانستان سره د سوله ییزو، باثباته او متقابل درناوي پر بنسټ اړیکو غوښتونکی دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لپاره د قطر، چین او ترکیې د منځګړیتوب هرکلی کوي.
مرتضی سولنګي دغه څرګندونې ،د جولایۍ په ۱۵مه، په اسلام اباد کې د «پاکستان په بدلېدونکي جیوپولیټیک چاپېریال کې» تر سرلیک لاندې یوې نړیوالې غونډې ته د وینا پر مهال وکړې. دغه غونډه د اسلام اباد د ستراتېژیکو مطالعاتو انسټېټیوټ او د فریدریش ایبرټ بنسټ د پاکستان دفتر په ګډه جوړه کړې وه.
هغه وویل، چې پاکستان په تاریخي ډول د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی او اوس هم غواړي له افغانستان سره داسې اړیکې ولري چې د سیمي د سولې او ثبات سبب شي.
د ولسمشر ویاند زیاته کړه، چې پاکستان نه غواړي افغانستان یو ځل بیا د نړیوالې ترهګرۍ په پټنځای بدل شي او باور لري چې د سیمي امنیت د ګډو همکاریو له لارې خوندي کېدی شي. نوموړي وویل، چې اسلام اباد په وروستیو کلونو کې هڅه کړې خپله سیمه ییزه تګلاره له سره تعریف کړي او د سولې او اقتصادي همکارۍ لپاره رغنده رول ولوبوي.
سولنګي همدارنګه د قطر، چین او ترکیې له هغو ډیپلوماټیکو هڅو هرکلی وکړ چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو او خبرو اترو لپاره روانې دي.
پاکستان له اوږدې مودې راهیسي دعوه کوي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او نورې پاکستان ضد وسله والې ډلې په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري او له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه تنظیموي.
خو طالبانو دغه دعوې تل رد کړې دي. د طالبانو چارواکي وایي، د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي او د پاکستان امنیتي ستونزې د هغه هېواد کورنۍ مسئله ده.


شال نیوز