د طالبانو د لوړو زده‌ کړو وزارت یو چارواکي ،ضیاالله هاشمي، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ته په غبرګون کې ویلي، هغه د افغانستان د مسایلو په اړه د نظر ورکولو حق نه لري او د خپلې واکمنۍ پر مهال یې هېواد ته “ښه تاریخ” نه دی پرېښی.

 

هاشمي دغه څرګندونې ،د جولایۍ په ۱۵مه، پر خپلې اېکس پاڼې وکړې. نوموړي د کرزي هغو څرګندونو ته په اشارې، چې د نجونو او هلکانو پر زده‌ کړو یې ټینګار کړی و، لیکلي: «د لوړو زده ‌کړو د چارو په اړه نظر ورکول له هغو کسانو سره ښه ښایي چې د خپلې واکمنۍ پر مهال یې د هېواد د پرمختګ لپاره عملي او مثبت میراث پرې ایښی وي.»

 

هغه کرزي ته په خطاب کې زیاته کړې: «ته د افغانستان د مسایلو په اړه د نظر ورکولو حق نه لرې. افغانستان ته دې ښه تاریخ نه دی پرې ایښی.»

 

دا غبرګون وروسته له هغې مخې ته راغی چې پخواني ولسمشر حامد کرزي د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره د نجونو او هلکانو پر عمومي زده‌ کړو ټینګار وکړ.

 

کرزي پر خپلې اېکس پاڼې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) د وروستي راپور په حواله، ویلي وو چې په افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ میلیونه تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.

 

هغه ویلي، د عامه پوهاوي زیاتوالی او د مسلکي بشري ځواک روزنه د بې‌ سوادۍ له امله رامنځته شوې ستونزې کمولی شي، د هېواد اقتصادي وضعیت پیاوړی کولی شي او د ټولنې اړتیاوې به په اوږدمهال کې له بهرنیو مرستو پرته هم د حل وړ شي.

 

کرزي د ماشومانو د روغتیا د خوندي کولو لپاره د کورنیو او نړیوالو بنسټونو د جدي او هر اړخیزو هڅو غوښتنه هم کړې او ټینګار یې کړی چې د نجونو او هلکانو لپاره باید د زده ‌کړو زمینه برابره شي.