د روغتیا نړیوال سازمان ،د جولایۍ په ۱۶مه، ویلي دي چې په افغانستان کې د ګوزڼ څلور نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې ورسره په روان ۲۰۲۶م زېږدیز کال کې د دې ناروغۍ د ثبت شویو پېښو شمېر ۱۱ ته لوړ شوی دی.
د سازمان د تازه راپور له مخې، له دغو نویو پېښو څخه دوه په ننګرهار، یوه په هلمند او بله په هرات ولایت کې ثبت شوې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان وایي، ګوزڼ لا هم په افغانستان کې د ماشومانو د روغتیا لپاره یو جدي ګواښ دی او د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د واکسین د کمپاینونو دوام او د ټولو ماشومانو واکسینول اړین دي.
دا راپور په داسې وخت کې خپرېږي چې شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې سیمي مشرې، ډاکټرې حنان بلخي، افغانستان ته د سفر پر مهال هیله څرګنده کړې وه چې د افغان حکومت، روغتیايي ادارو او نړیوالو همکارانو په ګډو هڅو به په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې ګوزڼ له افغانستان څخه له منځه یووړل شي.
روغتیا نړیوال سازمان له کورنیو غوښتي چې د واکسین د کمپاینونو پر مهال له روغتیايي ډلو سره همکاري وکړي، څو ماشومان د دې دایمي معلولوونکې ناروغۍ څخه خوندي پاتې شي.


شال نیوز