د بلوچستان د ځوانو ډاکټرانو اتحادیې (ینګ ډاکټرز ایسوسی ایشن) له ۳۹ ورځني احتجاج وروسته د صوبې په ټولو سرکاري روغتونونو کې ،او پي ډي، بېرته پرانیستل شوې دي.

 

د اتحادیې له خوا ،د جولایۍ په ۱۶مه، په خپرې شوې اعلامیه کې ویل شوي دي، چې دا پرېکړه د زیارت د وروستۍ غمیزې، د ناروغانو د ستونزو او د کوټې د کمېشنر ،شاه زیب کاکړ، په ځانګړې غوښتنه شوې ده.

 

د احتجاج له پای ته رسېدو وروسته د کوټې په بولان مېډیکل کمپلېکس، سول روغتون او د صوبې په نورو ضلعي او تحصیل سرکاري روغتونونو کې د ناروغانو معاینه او درملنه بېرته د معمول له مخې پېل شوې ده.

 

د ځوانو ډاکټرانو ټولنې ویلي دي، چې د خلکو روغتیايي خدمتونه یې لومړیتوب دی، خو د خپلو نورو غوښتنو لپاره به له حکومت سره خبرې او مذاکرات روان ساتي.

 

بلخوا، ناروغانو او د هغوي خپلوانو د او پي ډي خدمتونو د بېرته پېل هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې ده چې اوس به د درملنې لپاره له پخوانیو ستونزو سره نه مخ کېږي.

 

د ځوانو ډاکټرانو دغه احتجاج ،د جون په ۶مه، هغه مهال پېل شو، چې د کوټې په سول روغتون کې پر ښځینه ډاکټرې ،ماه نور ناصر، د تېزابو برید وشو او هغه پکې سخته ټپي شوه.

 

تر دې پېښې وروسته د ځوانو ډاکټرانو اتحادیې غوښتنه کړې وه چې د برید بشپړه او شفافه پلټنه دې وشي او په ټول بلوچستان کې دې د ښځینه ډاکټرانو او نورو روغتیايي کارکوونکو د امنیت لپاره عملي او اغېزمن ګامونه پورته شي.