د پاکستان د نېشنل ګوند مشر او د بلوچستان پخواني اعلا وزیر، ډاکټر عبدالمالک بلوچ، په اسلام ‌اباد کې لومړی له وزیراعظم ،شهباز شریف، سره او ورپسې له د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر ،مولانا فضل الرحمان، سره جلا جلا لیدنې کړې دي. دا لیدنې په داسې وخت کې شوې دي چې مولانا فضل الرحمان په وروستیو ورځو کې د حکومت او پوځ پر ضد سختې سیاسي نیوکې کړې دي.

 

د وزیراعظم دفتر د جولایۍ په ۱۶مه ویلي دي، چې له شهباز شریف سره په لیدنه کې د هېواد پر سیاسي وضعیت، د بلوچستان پر امنیت، او د ملي یووالي پر اړتیا خبرې شوې دي. خو د رسمي اعلامیې له مخې، د مولانا فضل الرحمان د قانع کولو یا د سیاسي جوړجاړي په اړه کوم څرګند جزئیات نه دي ورکړل شوي.

 

تر دې لیدنې لږ وروسته، ډاکټر عبدالمالک بلوچ د مولانا فضل الرحمان کور ته هم ولاړ او ورسره یې د هېواد پر روان سیاسي وضعیت خبرې وکړې. دواړو لورو تر غونډې وروسته یوازې دومره ویلي چې د هېواد اوسنی سیاسي او امنیتي وضعیت د مشورو او تفاهم غوښتنه کوي، خو د خبرو بشپړ جزئیات یې نه دي خپاره کړي.

 

په وروستیو اونیو کې مولانا فضل الرحمان پر وفاقي حکومت او پوځي مشرتابه سختې نیوکې کړې دي. هغه ویلي دي چې د هېواد امنیتي او اقتصادي وضعیت د حکومت له کنټروله وتلی او په ځانګړي ډول یې د بلوچستان او خیبر پښتونخوا د ناامنۍ په اړه حکومت او امنیتي ادارې سختې وپوښتلې.

 

سیاسي شنونکي باور لري چې د ډاکټر عبدالمالک بلوچ پرله‌ پسې لیدنې ښیي د حکومت او جمعیت علمای اسلام (ف) ترمنځ د اړیکو د نرمولو هڅه وي. دوي د عبدالمالک بلوچ نرم دریځ او له بېلابېلو سیاسي ګوندونو سره د اړیکو سابقه د داسې احتمالي منځګړیتوب لپاره مهمه بولي.

 

خو تر اوسه نه د وزیراعظم دفتر او نه هم د جمعیت علمای اسلام (ف) چارواکو په رسمي ډول ویلي دي چې ډاکټر عبدالمالک بلوچ د دواړو خواوو ترمنځ د منځګړي په توګه ټاکل شوی دی. له همدې امله، د هغه د منځګړیتوب په اړه روان بحثونه تر دې دمه د سیاسي شنونکو د ارزونو او د وروستیو ملاقاتونو پر مهالویش ولاړ دي، نه پر رسمي تایید.