د روسیې د داغستان جمهوریت په لوړو غرونو کې پروت ګامسوتل هغه لرغونی کلی دی چې اوس د “روحونو د کلي” په نوم شهرت لري. یو وخت سلګونه کورنۍ پکې اوسېدې، خو د وخت په تېرېدو خلک ترې کډه شول او وروستی اوسېدونکی یې هم څو کاله وړاندې ومړ. په دې ځانګړي ویډیویي راپور کې به وګورئ چې ولې دا کلی تش شو، ولې زرګونه سیلانیان هر کال دې ځای ته ورځي، او د دې غرني کلي د ډبرو کورونه څه رازونه له ځان سره لري.


مجید بابر