بلوچستان کې د مانګي ډیم او هنه اوړک په سیمو کې د وروستیو وژنو او د ناامنۍ د زیاتېدو پر ضد نن په بېلابېلو ښارونو کې احتجاجونه وشول. په دغو احتجاجونو کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، جمعیت علمای اسلام، عوامي نېشنل ګوند او نورو سیاسي او مذهبي ګوندونو غړو ګډون وکړ. احتجاج کوونکو له حکومت څخه وغوښتل چې د وژنو د پېښو رڼې او بې پرې پلټنې وکړي، بریدګر ونیسي او په پښتون مېشتو سیمو کې د خلکو د سر او مال امنیت یقیني کړي.