د خیبر پښتونخوا د مردان د جلاله خوړ کې ،د جولایۍ په ۱۶مه، یو ۱۳ کلن هلک د لامبو پر مهال ډوب شوی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
ریسکیو ۱۱۲۲ ویلي دي، چې د پېښې له خبر ترلاسه کېدو سره سم یې د لامبوزنو ځانګړې ډله سیمي ته ورسوله او د هلک جسد یې له اوبو راویست.
د ریسکیو ۱۱۲۲ د معلوماتو له مخې، مړ شوی هلک فرمان نومېده او جسد یې د لومړنیو طبي چارو لپاره تحصیل مرکزي روغتون (ټي اېچ کیو) ته ولېږدول شو.
د ریسکیو ۱۱۲۲ په وینا، لومړنۍ پلټنې ښيي چې دغه هلک د لامبو پر مهال په اوبو کې ډوب شوی و. چارواکو د پېښې په اړه نورې پلټنې هم پېل کړې دي.


پامیر جان