د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، چې تر هغې د طالبانو حکومت سره د اسلام‌ اباد ډیپلوماتیکې اړیکې نه عادي کېږي څو په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي او ترهګرۍ د ملاتړ ستونزه په اساسي توګه حل شوې نه وي.

 

د یاد وزارت وياند، طاهر اندرابي ،د جولایۍ په ۱۶مه، په اوونیز رسنیز بریفنګ کې وویل، چې د طالبانو او پاکستان په اړیکو کې شته یخ لا نه دی ویلي شوی. د هغه په وینا، دا یخ به تر هغې ویلي نه شي څو چې طالبانو په پاکستان کې د ترهګرۍ له ملاتړ څخه په بشپړ ډول لاس نه وي اخیستی.

 

هغه زیاتوي، د کابل واکمنه ډله باید لومړی د پاکستان پر وړاندې له هر ډول ترهګریزو فعالیتونو او د هغو له ملاتړ څخه په رسمي او عملي توګه لاس واخلي.

 

اندرابي زیاته کړه، پاکستان غواړي چې طالبان باید داسې باوري او د تایید وړ لیکلي ډاډګیرنې ورکړي چې د افغانستان خاوره به د پاکستان د امنیت پر ضد د بریدونو د طرحه کولو، تمویلولو او پلي کولو لپاره نه کارول کېږي.

 

بلخوا، طالبانو تل ويلي دي چې دوي د افغانستان خاوره د هيڅ ګاونډي په زيان کارولو ته اجازه نه ورکوي.