د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي دي، چې د غور ولایت د تاریخي جام منار د ساتنې او بیارغونې د هڅو په لړ کې د دې تاریخي ودانۍ د ترمیم او ټینګښت د لومړي پړاو چارې په رسمي ډول پېلېږي.

 

د باختر دولتي خبري اژانس ،د جولایۍ د ۱۶مې، د راپور له مخې، دا پروژه د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د آغا خان کلتوري بنسټ او یونسکو په ګډه همکارۍ د انجنیرانو او تخنیکي متخصصانو تر څارنې لاندې عملي کېږي.

 

د راپور له مخې، په لومړي پړاو کې به د جام منار د اصلي جوړښت پر ترمیم او ټینګښت ځانګړې پاملرنه وشي، څو د دې تاریخي اثار د نور زیان مخه ونیول شي.

 

د غور د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالحی زعیم د پروژې له شریکو ادارو مننه کړې او ویلي یې دي، چې سیمه ییزه اداره به د تاریخي آثارو د ارزونې، ترمیم او ثبت په ټولو پړاوونو کې بشپړه همکاري او اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.