د افغانستان کرکټ بورډ د شپږیزې کرکټ لیګ د ۱۱م پړاو د غوره لوبغاړو نومونه اعلان کړل. د کرکټ بورډ له خوا ،د جولایۍ په ۱۶مه، د خپاره شوو معلوماتو له مخې، د امو لوبډلې فیصل شینوزاده د ۱۶۱ منډو په جوړولو سره د سیالیو د غوره ځوان لوبغاړي جایزه وګټله.
د توپ اچونې په برخه کې د مس عینک لوبډلې خلیل ګربز د ۱۴ ویکټو په اخیستو د غوره بالر جایزه ترلاسه کړه. د مس عینک لوبډلې او د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړي رحمن الله ګربز د ۴۱۰ منډو په جوړولو د سیالیو د غوره توپوهونکي جایزه وګټله. نوموړي د سیالیو د تر ټولو ډېرو شپږیزو وهلو ځانګړې جایزه هم خپله کړه.
په نورو جایزو کې د بست لوبډلې اکبر موسی زی د غوره کېچ اخیستونکي لوبغاړي په توګه وستایل شو. همداراز د سپین غر لوبډلې عصمت عالم د ۲۹۴ منډو او ۹ ویکټو په ترلاسه کولو سره د شپږیزې کرکټ لیګ د ۱۱م پړاو د غوره ارزښتناک لوبغاړي جایزه وګټله.


شال نیوز