د امریکا او ایران ترمنځ پوځي نښتې د شپږمې پرله‌ پسې شپې لپاره دوام کړی. امریکايي ځواکونو د ایران په سویلي سیمو کې پر پوځي او مهمو بنسټونو تازه بریدونه کړي، او ایران بیا په بحرین او کوېت کې د امریکا پر پوځي مرکزونو د توغندیو او بې‌ پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.

 

د امریکا مرکزي قوماندانۍ ،د جولایۍ په ۱۷مه، ویلي دي چې جنګي الوتکو، بې‌ پیلوټه الوتکو او سمندري ځواکونو د قشم ټاپو، بندرعباس او د هرمزګان ولایت په ځینو نورو سیمو کې د ایران هوايي دفاعي سیستمونه، پوځي بېړۍ، د وسلو زېرمې او لوژستیکي مرکزونه په نښه کړي دي.

امریکايي چارواکي وايي، د دې بریدونو موخه د ایران د پوځي وړتیا کمزورې کول او د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو د تګ راتګ خوندي کول دي.

 

ایراني رسنیو راپور ورکړی دی چې په دغو بریدونو کې د بندرعباس او چابهار په شاوخوا کې هم چاودنې شوې دي. ایراني چارواکي وايي، چې په بریدونو کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي، خو دا شمېر په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.

 

په ځواب کې ایران ویلي دي، چې په بحرین او کوېت کې یې د امریکايي ځواکونو پر پوځي مرکزونو توغندي او بې‌ پیلوټه الوتکې توغولي دي. د ځینو خلیجي هېوادونو چارواکو ویلي دي، چې د دوي هوايي دفاع ډېر توغندي شنډ کړي، خو په ځینو سیمو کې د چاودنو او زیانونو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

 

ایران خبرداری ورکړی دی، چې که پر ایراني خاوره بریدونه دوام وکړي، نو په سیمه کې به د امریکا او د هغې د متحدانو پر نورو پوځي هدفونو هم بریدونه پراخ کړي.

د هرمز تنګي په شاوخوا کې د ناامنۍ له امله د سوداګریزو او تېل وړونکو بېړیو تګ راتګ اغېزمن شوی او یو شمېر نړیوالو بېړۍ چلونکو شرکتونو خپلې تګلارې بدلې کړې دي. د نړیوالو بازارونو د معلوماتو له مخې، د جګړې له پراخېدو سره د خامو تېلو نړیوالې بیې هم لوړې شوې دي.

 

پاکستان ویلي دي، چې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې پراخېدل د سیمي د سولې او ثبات لپاره جدي ګواښ دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا پر دواړو خواوو غږ کړی دی چې پوځي اقدامات ودروي، د ملکي وګړو ژوند خوندي کړي او اختلافونه د خبرو اترو له لارې حل کړي.

اسلام‌ اباد دا هم ویلي دي چې د سیمي له یو شمېر هېوادونو سره د شخړې د کمولو لپاره په ډیپلوماټیکو هڅو بوخت دی او هیله لري چې دواړه خواوې د خبرو مېز ته ستنې شي.

 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي، چې پر ایران به پوځي فشار دوام وکړي، خو که تهران خبرو ته چمتو وي، واشنګټن هم د ډیپلوماسۍ دروازه نه ده تړلې.

ایران هم وايي، چې خبرو ته چمتو دی، خو ټینګار کوي چې هر ډول مذاکرات باید د پوځي بریدونو له درېدلو وروسته او د ایران د ملي حاکمیت په درناوي ترسره شي.