د پاکستان د وزیر اعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر ،اسحاق ډار، د چین د بهرنیو چارو له وزیر ،وانګ يي، سره د شانګهای په ښار کې په دوه اړخیزه لیدنه کې د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز (سي پېک ۲.۰) د چټک پرمختګ، سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د پراخولو په اړه خبرې وکړې او د دغو همکاریو پر لا پیاوړتیا یې سلا وکړه.
دا لیدنه ،د جولایۍ په ۱۶مه، د نړیوالې مصنوعي ځیرکتیا د همکارۍ سازمان (ډبلیو ای ایي سي او) د غونډې په څنډه کې وشوه، چې پکې دواړو لورو د پاکستان او چین پر ستراتیژیکو اړیکو، اقتصادي همکاریو او سیمه ییزو پرمختګونو هم خبرې وکړې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دواړو وزیرانو د پاکستان او چین د هر ډول حالاتو ستراتیژیک مشارکت د لا پیاوړتیا ژمنه بیا تازه کړه او د سي پېک ۲.۰ د لوړ کیفیت او چټک پرمختګ پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
په لیدنه کې د سوداګرۍ، پانګونې، ساینس او ټکنالوژۍ، ډیجیټلي اقتصاد او مصنوعي ځیرکتیا په برخو کې د عملي همکاریو د پراخولو په اړه هم موافقه وشوه.
اسحاق ډار او وانګ يي د سیمي او نړۍ پر وروستیو حالاتو د نظرونو تبادله هم وکړه او هوکړه یې وکړه چې د ګډو ګټو په موضوعاتو کې به خپلو نږدې سلا مشورو او په نړیوالو فورمونو کې همغږۍ ته دوام ورکوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي، چې دا لیدنه د پاکستان او چین د ستراتیژیکو اړیکو د لا پیاوړتیا څرګندونه کوي او دواړه هېوادونه د سي پېک ۲.۰، نوې ټکنالوژۍ او دوامدار اقتصادي پرمختګ لپاره خپلې ګډې ژمنې ته دوام ورکوي.


شال نیوز