د امریکا د پېښور قونصلګرۍ اعلان کړی دی چې دغه قونصلګري په رسمي ډول تړل شوې او د خیبر پښتونخوا لپاره د امریکا ټولې ډیپلوماتیکې چارې اوس په اسلام‌ اباد کې د امریکا سفارت د خیبر پښتونخوا څانګې له لارې پرمخ وړل کېږي.

 

قونصلګرۍ ،د جولایۍ په ۱۷مه، په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې د امریکا د پېښور قونصلګرۍ فېسبوک پاڼه نور فعاله نه ده او خلکو ته سپارښتنه شوې ده چې د تازه معلوماتو لپاره د امریکا د سفارت په اسلام‌ اباد رسمي فېسبوک، اېکس، انسټاګرام، یوټیوب او رسمي وېبپاڼه تعقیب کړي.

 

په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې امریکا به د اسلام ‌اباد له سفارت څخه د خیبر پښتونخوا او ټول پاکستان له خلکو سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا، د امنیتي همکاریو د پیاوړتیا او د دوه اړخیزو اړیکو د لا ښه کولو لپاره خپلو ډیپلوماتیکو هڅو ته دوام ورکړي.

 

تر اوسه د امریکا حکومت د پېښور د قونصلګرۍ د تړل کېدو د لامل یا د دې پرېکړې د نورو جزییاتو په اړه څه نه دي ویلي.