د شانګلې ضلعې د بشام پاور هاوس ته نږدې د سره کړې په سیمه کې ،د جولایۍ په ۱۷مه، یو موټر له کنټروله وتلی او د سند سیند ته لوېدلی، چې له امله یې د پولیسو یو سرتېری او یو بل کس ورک شوي دي. د ژغورنې ډلې د دواړو کسانو او موټر د موندلو لپاره عملیات ترسره کوي.

 

د بشام د پولیسو د تاڼې ایس ایچ او ،خورشید علي، په وینا، په ورکو شویو کسانو کې د پولیسو سرتېری ،پیر سجاد؟ هم شامل دی، چې د خپلې دندې له پای ته رسولو وروسته خپل کور ته روان و، خو په لاره کې یې موټر له پېښې سره مخ شو او سیند ته ولوېد.

 

د ریسکیو ۱۱۲۲ شانګلې ویاند رسول خان شریف ویلي دي، چې د پېښې له خبر ترلاسه کېدو سره سم د ژغورنې ډلې، پولیس او سیمه ییز خلک د پېښې ځای ته ورسېدل او سمدستي یې د ژغورنې عملیات پېل کړل. هغه زیاته کړه چې په سند سیند کې د موټر او ورکو شویو کسانو د موندلو لپاره عملیات په دوامداره توګه روان دي.

 

د ریسکیو ویاند په وینا، د سند سیند د اوبو لوړه کچه او چټک بهیر د ژغورنې په عملیاتو کې جدي ستونزې رامنځته کړې دي، خو د ژغورنې ډلې د ټولو شته امکاناتو په کارولو سره د لټون عملیات پر مخ وړي.

 

د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه نه موټر له سینده ایستل شوی او نه هم د دواړو ورکو شویو کسانو درک لګېدلی دی. چارواکي وایي چې د ژغورنې عملیات به تر هغه دوام ولري، څو موټر او ورک شوي کسان وموندل شي.