د بلوچستان حکومت، د زیارت د شهیدانو د کورنیو، د پرلت کمېټۍ او بېلابېلو سیاسي ګوندونو ترمنځ له څو ورځنیو خبرو اترو وروسته ،د جولایۍ په ۱۷مه، د زیارت د پېښې په تړاو پر اته ماده ‌ییز لیکلي تړون هوکړه شوې، چې له مخې یې پرلت پای ته رسېدلی او د شهیدانو د جنازو او خاورو ته د سپارلو پرېکړه شوې ده.

 

د لاسلیک شوي تړون له مخې، د زیارت د پېښې د پلټنو لپاره به د بلوچستان حکومت د بلوچستان عالي محکمې ته د قضايي کمېشن د جوړېدو لپاره د منظور شویو چوکاټونو (ټي او ارز) له مخې رسمي لیک استوي.

 

په تړون کې ویل شوي دي چې د بلوچستان حکومت به د زیارت، منګله، هنه اوړک، شهبان، زرغون غر، هرنایي، خوست، شاهرګ، تکتو، قلعه عبدالله، کوټې او د صوبې په نورو هغو سیمو کې چې د ناامنۍ او ترهګرۍ له پېښو اغېزمنې شوې دي، د ترهګرو، باج اخیستونکو، وسله والو ډلو او نورو جرمي عناصرو پر ضد سخت اقدامات کوي.

 

هوکړه لیک زیاتوي چې د اعلا وزیر په مشرۍ به راتلونکې اوونۍ د امن او نظم د وضعیت په اړه د امنیتي ادارو، سیاسي ګوندونو، د شهیدانو د کورنیو او نورو اړوندو لورو په ګډون یوه تړلې مشورتي غونډه ترسره کېږي.

 

د تړون له مخې، د لیویز ځواک د پولیسو له ادارې سره د یوځای کولو پر موضوع به بیا غور کېږي. په همدې موخه به د ۱۵ ورځو دننه د ټولو پارلماني او غیرپارلماني سیاسي ګوندونو ګډه غونډه راوبلل شي. که په دې غونډه کې پرېکړه د اتفاق له لارې ونه شي، نو موضوع به د بلوچستان اسمبلۍ ته د رایې اچونې لپاره وړاندې کېږي.

 

دواړو لورو همداراز هوکړه کړې چې د بلوچستان په ټولو ښاري سیمو کې به د پولیسو د وړتیا، بشري ځواک او مسلکي امکاناتو د پیاوړتیا لپاره نور عملي ګامونه پورته کېږي، څو په تدریجي ډول د امنیت ساتنې مسؤلیتونه هم زیات شي.

 

د تړون له مخې، د زیارت ضلعې د مډ ګارچ، کچ، پنکي او شاوخوا سیمو د ځمکو او ملکیتونو د شخړو د هواري لپاره به د عوایدو د وزیر په مشرۍ یوه ځانګړې کمېټه جوړېږي. په دې کمېټه کې به د حکومتي چارواکو ترڅنګ د سیمي د ځمکو د مالکانو او پټهدارانو استازي هم شامل وي.

 

هوکړه لیک کې دا هم راغلي دي چې د ټولو شهیدانو، د ولسي وګړو په ګډون، کورنۍ به د نافذې حکومتي تګلارې له مخې د شهیدانو له امتیازاتو برخمنې کېږي. په دغو امتیازاتو کې مالي تاوان، د استوګنې نمره، د ماشومانو د زده کړو او پالنې اسانتیاوې، د شهیدانو په کوټه کې دندې او د تنخوا دوام تر شپېتو کلنۍ پورې شامل دي.

 

د تړون له مخې به د شهیدانو د قربانیو د درناوي لپاره ځیني دولتي ودانۍ او د کوهله پهاټک څلورلارې نوم هم د “شهیدانِ زیارت څلورلارې” په نوم ونومول شي.

 

په وروستۍ ماده کې دواړو لورو د تړون د ټولو شرطونو پر منلو ټینګار کړی او اعلان یې کړی چې پرلت به پای ته رسېږي او د زیارت د شهیدانو جنازې به خاورو ته سپارل کېږي.